د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړۍ کې د کورونا وړجنو شمېر تر ۱۱ میلیونو واوښت


ارشیف، په کرونا اخته شوی کس

په نړۍ کې تر اتوار/یکشنبې ناوخته د کورونا وایرس مثبتو پېښو شمېر له ۱۱ میلیونو واوښت او له دې کبله د مړو شویو کسانو شمېر هم څه باندې پنځه لکه شو.

ایران د جولای پر پنځمه نېټه مول وهل (ماسک وهل) یوځل بیا داسې مهال لازمي کړ چې په دغه هېواد کې تازه د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله د مړینې شمېر زیات شو.

ایرانيو چارواکو وویل، دغلته په ۴۸ ساعتونو کې د کوروناویروس له کبله ۱۶۳ تنه مړه شوي دي.

په اروپا کې بیا یونان اعلان وکړ چې د جولای میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې خپله پوله د سربیا د ټولو وګړو پر مخ تړي.

یونان په اتوار تر هغه وروسته د خپل ګاوندي هېواد سربیا په مخ پوله وتړله چې په دغه هېواد کې له درې میاشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا د کوروناویروس پېښې زیاتې شوې.

یونان کې تر اوسه 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ یوازې ۲۰۰ کسان مړه کړي، خو دغه هېواد ته هر کال سلګونه زره سیلانیان ورځي.

یونان
یونان

د یونان د سېلګرۍ صنعت سږ کال د کورونا وبا له کبله بندیزونو ډېر وځپه، خو اوس دغه هېواد بېرته سیلانیانو ته پولې خلاصوي.

یونان ویلي، هر هغه څوک چې دغلته ورځي، باید روغتیایي اسناد وړاندې کړي او دا معلومات ورکړي چې وروستۍ ۱۵ ورځې یې کوم هېواد کې تېرې کړي.

د یونان ګاونډي کروېشیا بیا په اتوار د کوروناویروس له ګواښ سره سره پارلماني ټاکنې ترسره کړې، خو د رایو مرکزونو کې د خوندیتابه لارې چارې سنجول شوې وې.

کوسوو په درېیو ښارونو کې د شپې له مخې ګرځبندیز ولګاوه او اسپانیا یو ځل بیا خپل یوه ساحلي ښار کې ټولبند ولګاوه.

د اسپانیا د شمال لوېدیځ په ساحلي ښار لوګو کې ځايي ټولبند اعلان شوی او کاتالونیا ښار کې هم ورته ګام پورته شوی.

کوسوو د پلازمېنې پریشتینا په ګډون خپلو درو ښارونو کې تر هغه وروسته ټولبند ولګاوه چې په وروستیو شپو ورځو کې د کوروناوایرس پېښې مخ په بره روانې دي.

دا ګامونه داسې مهال پورته کېږي چې د نړۍ په کچه د کوروناویروس د احتمالي زیاتوالي له کبله اندېښنې پیدا شوې دي.

په بریتانیا کې بیا د روغتیا وزیر د ځینو رستورانتونو له ارزونې وروسته ویلي، دغلته خلکو ټولنیز واټن او سپارښتنې ښې عملي کړي او د بریتانویانو دا کار یې ستایلی دی.

بریتانیا د کوروناویروس له اړخه د اروپا په ځپلو هېوادونو کې راځي. دغلته شااوخوا ۴۴،۲۰۰ کسان دغې ناروغۍ مړه کړي دي.

بریتانیا کې د کرونا له امله مړ شوی کس
بریتانیا کې د کرونا له امله مړ شوی کس

د کورونا نوې پېښې بیا تر ډېره په امریکا، برازیل او هند کې زیاتوالی ښيي.

تر اتوار ورځې ناوخته امریکا کې د کوروناد مثبتو پېښو شمېر څه باندې دوه میلیونه او اته لکه شوی و.

د جانز هاپکنز پوهنتون د تېرې ورځې شمېرو ښوده چې نړۍ کې د دغه ویروس ټولټال پېښې څه باندې ۱۱ میلیونه او درې لکه او له دې کبله د مړو شویو کسانو شمېر څه باندې پنځه لکه او ۳۱ زرو ته ختلی دی.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG