د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: له کورونا د مړو شوو شمېر له ۴۷۰۰ واوښت


کراچۍ: د يو تن کورونا وایرس ټيسټ کېږي
کراچۍ: د يو تن کورونا وایرس ټيسټ کېږي

په پاکستان کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر له دوو لکو اته ويشو زرو اوښتی دی. د کورونا وایرس په اړه معلومات خپرونکي حکومتي ویبپاڼې ليکلي چې تر نن سهاره ( د جولايي تر پنځمې) پورې له دې وایرسه د مړو شوو شمېره څلور زره اووه سوه دولس (۴۷۱۲) ته لوړه شوې ده.

په هېواد کې په مجموعي توګه دوه لکه اتويشت زره څلور سوه درې اويا (۲۲۸۴۷۳) کسان پر کورونا وايرس اخته شوي خو له يو لکه نهه ويشتو زرو زيات کسان رغېدلي هم دي.

سمارټ لاک ډاون يا احتياطي ټولبند فایده کړې ده.
وزیراعظم عمران خان

د ويبپاڼې ترمخه په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د کورونا وايرس له دريو زرو زيات نوي کيسونه مخي ته راغلي دي.

په همدې حال کې د ملک په بېلا بېلو برخو کې سمارټ لاک ډاون يا احتياطي ټولبند لګول شوی خو د خيبر پښتونخوا په ځینو سيمو کې احتياطي ټولبند ختم کړل شوی دی. وزيراعظم عمران خان پرون په اسلام اباد کې يوې غونډې پرمهال وویل چې سمارټ لاک ډاون ښې نتيجې ورکړي دی.

د خيبر پښتونخوا حکومت په ضلعې چارواکو غږ کړي چې سمارټ لاک ډوان يا احتياطي ټولبند کې د ولسي ستونزو حل کولو لپاره ګامونه واخلي. دا خبره د صحت صوبايي وزير تيمور سيلم جګړا پرون په پيښور کې خبري غونډې ته وکړه. نوموړي وويل: ((تر دوه کاله پورې به د کورونا وایرس وبا سره مخ يو نو بايد د خلکو په رويو کې د بدلون لپاره هم کوششونه وشي.)) ده زیاته کړه چې د حکومتي ګامونه احتساب هم پکار دي چې احتياطي ټولبند په ښه طريقه عملي شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د اطلاعات لپاره د وزيراعلي سلاکار اجمل وزير ويلي وو چې ۸۹ ځايونو کې سمارټ لاک ډاون ختم کړل شوی دی.

بلخوا د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د صحت لپاره قايمه کميټې کې اپوزیشن ګوندونو د کورونا وايرس وبا مخنيوي لړکې پر حکومتي اقداماتو سختې نيوکې کړي. په قايمه کميټۍ کې د مسلم ليګ (ن) ګوند غړی ډاکټر نثار احمد چيمه د جولای په څلورمه مشال راډيو ته وويل چې په هېواد کې د کورونا وايرس وبا خپرېدو راهیسې حکومتې رويه سنجيده نه وه.

د کورونا وایرس سره د مبارزې لپاره د حکومت پاليسيانې سنجيده نه دي
نثار احمد چيمه

په دې کميټې کې د پېپلز پارټۍ غړی، مهېش کمار ملانې د جولای په څلورمه مشال راډيو ته وويل چې حکومت بايد د کورونا وايرس ټيسټونه زيات کړي وې او اعلان کړي اېس او پيېز يعنې د کورونا وايرس وبا مخنيوي لارښونې يې عملي کړي وې.

هغه زیاته کړه: ((حکومت بايد ماسکونه "تمبوزک" لازمې کړی وی خو هيڅ یې ونه کړل.))

خو د شنبې په ورځ د واکمن ګوند غړی ډاکټر محمد افضل د مشال راډيو سره په خبرو کې د اپوزیشن ګوندونو خبرې بې بنياده ګرځولي او وايي، چې د کورونا وايرس وبا مخنيوي لپاره حکومت ښه اقدامات کړي دي.

XS
SM
MD
LG