د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اورکزۍ ضلع کې د یو امنیتي پوستې جوړېدو پرضد احتجاج شوی


د اورکزی قبایلي ضلعې نقشه

پېښور - د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې اورکزو په زاري غونډي کې د ملیشې ځواک لخوا د امنیتي پوستې د جوړېدو پرېکړې پرضد چپري فیروخیلو د جولايي پر څلورمه بیا احتجاج کړی دی.

د سیمې خلکو او مشرانو د جولايي‌ پر درېیمه هم د کلايۍ هیډ کواټر په سټیډیم کې پرلت وهلی وو.

دوي د کلایې په هیډ کواټر کې پرلت وهلی و او غوښتنه یې کړې چې په یاده سیمه کې دې د امنیتی پوستې جوړېدو پرېکړه بیرته واخیستل شي.

په احتجاج کې شامل د سیمې یو مشر ملک منصف اورکزي مشال راډیو ته وویل ، د هغې پوستې د جوړېدو خلاف نه دي خو چې دا کار د اورکزو په حدودو کې د خیبر رائفل ملیشې څانګی لخوا ترسره کیږي نو اندېښنې یې پیدا کړې دي.

په زاري غونډي کې امنیتی مشرانو یو میاشت وړاندې د پوستې جوړولو پرېکړه کړې خو تراوسه پر هغه کار نه دی پیل شوی.

یو بل احتجاج کوونکي شاه زیب اورکزي وویل چې که دا امنيتي پوسته له دوي سره نیزدی د خیبر ضلعې پر پله په واښو کنډاو کې جوړه شي نو یو دا چې ټوله سيمه او لارې به یې په ګرفت کې راشي او بله دا چې د دوي‌ اندېښنې به هم ورسره ختم شي.

ځايي اوسېدونکي وايي‌ چې که خامخا امنیتی مشران په زاري غونډي کې پوسته جوړول غواړي نو بیا دې د هغې واک او اختیار د اورکزو سکاوټس په لاس کې ورکړي.

په دغه اړه د ملیشي ځواک دریځ تراوسه مخی ته نه دی راغلی او نه د اورکزو انتظاميه ورباندی خبرو ته تیاره ده.

خو له دې سیمې د قامي اسمبلۍ غړي جواد حسن مشال راډیو ته ویلي چې په زاري غونډي کې امنیتی پوسته د پوځ لوړ پورو چارواکو لخوا تر اجازت وروسته جوړېږي.

ده وویل چې یوازې هلته نه بلکی په ټوله قبایلي منتقه کې به داسې پوستې جوړېږي.

جواد حسن وايي، مخکې هم دا پیغام امنیتی مشرانو ته ور رسول شوی چې اول د فیرزو خیلو له اکاخیلو سره د ځمکې پر سر لانجې حل کړي او بیا دې دا پوسته هلته جوړه کړي.

د ده په وینا اوس چې خلک پر احتجاج شول نو یو ځل بیا به د مسلې پرامنه حل را ایستلو لپاره خپلې هلې ځلې پیل کړي.

که څه هم د مسلې د هواري ډاډ ترلاسه کولو وروسته د چپري فیروزخیلو خپل احتجاج ختم کړی خو هغوي دهړکه کړې چې که د دوي غوښتنه ونه منل شوه او هلته امنیتی پوسته د علاقايي صورتحالو او مفادات خلاف د جوړېدو فیصله برقرار وساتل شوه نو بیا به هم احتجاج کوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG