د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د جولای پر څلورمه ۷۰ کلنه شوه.
په دې موده کې ازادي راډیو د خبر رسونې د یوې خپلواکې سرچینې په توګه هڅه کړې چې بېلا بېلو هېوادونو کې خپل اورېدونکي له بې سانسوره اطلاعاتو خبر کړي.
دا مهال ازادي راډیو په ۲۷ ژبو د نړۍ ۲۳ هېوادونو کې خپرونې لري.
-
لومړنۍ خبري ټولګه
-
له نن نه ۷۰ کاله مخکې د ازادي راډیو له څپو لومړنی خبر د پخوانۍ چکسلواکیا خلکو ته خپور شو.
-
هغه مهال یعنې په ۱۹۵۰ز کال کې د راډیو مرکز د جرمني په مونشن ښار کې و.
د چکسلواکیا خلکو ته خبري ټولګه نیم ساعت وه.
دا خپرونه څه باندې څلور لسیزې په ختیځې اروپا کې د کمونېستي نظام د اوسپنیزو دېوالونو له شا د خلکو تر غوږه رسېده.
هغه مهال سړه جګړه حاکمه وه او اروپایي هېوادونه په دوه ډلو وېشل شوي وو، یوه ډله یې د امریکا ملاتړې وه او بله یې د پخواني شوروي اتحاد په مشرۍ د کمونېستي رژیمونو.
هغه مهال اطلاع رسونه یوازې راډیو پورې محدوده نه وه، له ۱۹۵۱ز کاله تر ۱۹۵۶ز کاله د بالونونو پر مټ خلکو ته اطلاعات رسېدل.
په دې موده کې له لوېدیځ جرمني نېږدې شپږ لکه بالونونو کې د چکسلواکیا، هنګري او پولند خلکو ته څه باندې ۳۰۰ میلیونه لیکونه، کتابونه او پيغامونه ورسېدل.
په ۱۹۷۶ز کال کې ازادي راډیو چې په روسي ژبه یې خپرونې کولې، د ازادې اروپا له راډیو سره یو ځای شوه.
له دې وروسته دواړو راډیوګانو په ګډه د اروپا ختیځ او پخواني شوروی اتحاد ته په ۲۵ ژبو نشرات کول.
- له مونشن تر پراګه
د اطلاع رسونې مزل همداسې روان او په ۱۹۹۵ز کال کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو خپل مرکز د چک جمهوریت مرکز پراګ ښار ته ولېږداوه.
د ازادي راډیو یو پخوانی مشر کوین کلوز د هغو ورځو یادونه کوي چې د چک جمهوریت پخواني ولسمشر وسلاو هاول هوکړه وکړه چې په سمبولیک ډول د کال په یوه ډالر کرایه د راډیو مرکز پراګ ته ولېږدوي.
کلوز زیاتوي: "واوره ورېده، د مازدیګر څلور نیمې بجې شاوخوا وې، هوا تیاره کېده. خپلو همکارانو یان او تام ته مې وویل چې ژوند کې به داسې لویه ورځ ونه لرم. موږ ته ښار نېږدې و او څراغونه بل شوي وو، د ښار ماڼۍ هم لیدل کېده. پر دې مو فکر کاوه چې زموږ د راډیوګانو راتلونکې ته څه فوقالعاده پېښه رامنځته شوې."
- د وسلاو هال لیکونه
د ازادې اروپا/ازادي راډیو د چک د پخواني ولسمشر وسلاو هاول لیکونه خپرول، هاول خپله د کمونېستي رژیم زنداني و، خو ښځې به یې دغه لیکونه راډیو ته رسول.
وسلاو هاول چې ۱۰ز کاله د چک جمهوریت ولسمشر پاتې شوی ازادي راډیو د ډیموکراسۍ د ودې لپاره ډېره مهمه بلله.
هاول وايي: "د شوروي اتحاد له ټوټه کېدو وروسته هم د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مهم رول لوبولی، ځکه راډیو خپلو خبریالانو ته په نوې ډیموکراسۍ کې مسلکي چلند ورښوده او د خبریالۍ د اساساتو د زده کړې ښه بېلګه وه."
په پراګ کې د ۲۵ کلن فعالیت پر مهال د ازادي راډیو خپرونې افغانستان، ایران، عراق، د پاکستان پښتون مېشتو سیمو او د بالکان حوزې هېوادونو ته هم پېل شوې.
- زنګ، د مرستې لپاره نښه
پخوا د ازادې اروپا/ ازادي راډیو لوګو یا نښه یو زنګ و، خو اوس دا نښه د ازادۍ مشعل یا څراغ دی.
څو کاله مخکې کله چې دغه راډیو له مالي ستونزو سره مخ وه، په امریکا کې ځینو کسانو ورته د فعالیت د دوام لپاره پیسې راټولې کړې.
اوس د امریکا کانګرس د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مالي لګښت ورکوي.
په تېرو ۷۰ کلونو کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د هڅونې ډېرې جایزې او لقبونه ترلاسه کړي دي.
دغه راډیو یو ځل د نوبل جایزې ته کاندیده وه او د نړۍ په کچه یې د رسنیو څو سیالۍ ګټلې دي.
په افغانستان کې د ازادي راډیو د اورېدونکو لیکونه لا هم د امریکا کانګرس د کتابتون په نندارتون کې لیدل کېږي.
په ۲۰۱۹ز کال کې د نړۍ په کچه هره اوونۍ ۳۸ میلیونه کسانو په بېلا بېلو ژبو ازادي راډیو اورېده.
د دغې راډیو اصلي مأموریت کره او بې پلوه اطلاع رسونه، د ډیموکراسۍ وده، له قومي او مذهبي تعصبونو سره مبارزه او له بشري حقونو دفاع او د ملي تفاهم رامنځته کول دي.
د چک پخواني ولسمشر وسلاو هاول چې ۲۰۱۱ز کال کې مړ شو، په یوه وینا کې ویلي، ازادي راډیو په بې پرې خپرونو سره د دغه هېواد او د اروپا د ختیځ اوسېدونکي د ډیموکراسۍ له واقعي معنی خبر کړل او د کمونېستي نظامونو له ولکې یې بهر کړل.
د فېسبوک تبصرې