د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان او پاکستاني چارواکو په تورخم کې غونډه وکړه


د تورخم دروازه (ارشیف)
د تورخم دروازه (ارشیف)

پراګ- په اسلام اباد کې د افغانستان د حکومت له غاړې ټاکل شوي د سوداګرۍ استازي یا وکیل تجار فواد ارش د جولای پر درېمه مشال راډیو ته وویل، د دواړو خواوو ترمنځ غونډه په تورخم کې د افغانستان غاړې ته وشوه چې پکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تجارتي فعالیتونو او په دې لاره کې د شته خنډونو د لرې کولو په اړه خبرې وشوې.

نوموړي وویل، پاکستان تېره میاشت رسما اعلان کړی و چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تورخم، چمن او غلام خان له لارې ۲۴ ساعته تجارت ترسره کېږي خو په دې اړه ځیني شکایتونه وو، نو ځکه هغوی د پاکستاني مسولینو سره وکتل:

نوموړي زیاتوي، دواړو خواوو ته داسې شکایتونه موجود وو چې تجارت ۲۴ ساعته په مکمل ډول نه دی روان، په ځانګړي ډول د پاکستان طرف ته د شپې له یوې او دوو بجو نه پس کار نه کېږي نو په هم دې اړه مو ورسره خبرې وشوې. هغوی د ستونزې د هوارۍ ژمنه وکړه.

نوموړی همدارنګه وویل، په تورخم کې د افغانستان تجارانو دا شکایت هم کولو چې د هغوی تجارتي اموال د سکین پس هم په فزیکي ډول کتل کېږي چې زیات وخت نیسي، نو د افغانستان لوري غوښتنه کوله چې یوازې سکین کافي دی، مالونه دې په فزیکې ډول نه پلټل کېږي.

فواد ارش وايي، پاکستاني لوري ورته ډاډ ورکړ چې د ستونزو د هوارۍ لپاره به ژر اقدامات وکړي خو کومه مشخصه نېټه یې ورته ونه ښودله.

د خیبر چیمبر اف کامرس یا د تجارتي خونې یو مشر سید فیصل کاظمي د جولای پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، په ۲۴ ساعته تجارت کې لا هم ستونزې موجودې دي او دا کار عملا نه ترسره کېږي.

نوموړي وویل، د شپې له نهو بجو وروسته کار په تپه ودرېږي او تجاران هم زړه نه شه کوي چې دروازې ته ځانونه ورسوي.

هغه همدا رنګه د ځینو نورو ستونزو یادونه هم وکړه چې پکې له سوداګرو د پیسو اخېستل هم شامل دي.

په یاده غونډه کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرو استازو هم ګډون درلودلو.

د خیبر یو تجار محمد شاکر اپرېدی هم هلته موجود و، هغه مشال راډیو ته وویل، ستونزې موجودې دي او له همدې وجې ګاډي په کم تعداد کې په دروازه اوړي راوړي، خو د هغه په وینا که دا ډول غونډې په دوامداره ډول ترسره شي، مسلې به ورسره هوارې شي.

د پاکستان له غاړې په دې غونډه کې د نېشنل لاجیسټیک سیل، کسټم او امنیتي چارواکو ګډون وکړ.

د خیبر رایفلز کمانډر کرنل بلال محمود هم په غونډه کې موجود و.

موږ د هڅو باوجود له هغوی سره په خبرو ونه توانیدو البته پاکستان کې د افغانستان وکیل تجار فواد ارش مشال راډیو ته وویل، پاکستاني لوري ورنه غوښتنه کوله چې افغانستان کې د پاکستاني سوداګرو د ستونزو د هوارۍ لپاره دې افغان حکومت کار وکړي او همدارنګه په تورخم کې دې افغانستان د تجارت لپاره د پاکستان په شان دوه دروازې جوړې کړي چې یوه یې د صادراتو او بله هم د وارداتو لپاره وي.

د تورخم په غونډه کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشال له پاکستانه دا غوښتنه هم وکړه چې د تجارانو ترڅنګ د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره دې هم لازم اقدامات وشي.

د اوس لپاره یوازې د خالي په ورځ له پاکستانه افغانان افغانستان ته او له افغانستانه پاکستاني وګړي د پاکستان لوري ته اوړېدلی شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان چارواکي وايي، ورته وویل شول چې په دې اړه دې په اسلام اباد کې له لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره خبرې وشي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG