د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب: د ټرېن او بس ټکر ۱۵ سېک زیارتیان وژلي ګڼ ژوبل


سیکان د نړۍ له ګوټ ګوټه د پاکستاني پنحاب په کرتارپور کې د ګورو نانک دربار زیارت ته ځي
سیکان د نړۍ له ګوټ ګوټه د پاکستاني پنحاب په کرتارپور کې د ګورو نانک دربار زیارت ته ځي

د پاکستان د پنجاب په شیخو پوره کې د کوسټر او ریل ګاډي د ټکر په نتیجه کې ۱۵ سېک زیارتیان وژل شوي او نور ۱۰ ژوبل دي.

پاکستان سرکاري راډیو وايي، په دې ګاډي کې د ننکانه صاحب ستنېدونکي سېک زیارتیان سواره وو چې د جولای پر درېیمه د ساچا سودا سیمه کې د یو ریل ګاډي سره وجنګېده.

د ریلوی وزارت په یو بیان کې ویلي چې د ریسکیو ۱۱۲۲ عمله د پېښې ځای ته رسېدلې او مړي او ژوبل شوي کسان روغتون ته انتقالوي.

وزیر اعظم عمران خان په پېښه د خپل خپګان څرګندونه کړی او د ریلوي وزیر شیخ رشید احمد ویلي، د پلټنو وروسته به د پېښې ذمه وارو کسانو ته سزا ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG