د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کووېډ-۱۹ ضد واکسین لومړنۍ ازموینې ته هیله‌ مندي


د 'کووېډ-۱۹' احتمالي واکسین

د امریکا او جرمني دوو شرکتونو په ګډه د کوروناوایرس ضد واکسین چمتو کړی چې لومړنیو ارموینو یې د انسانانو په بدن کې زښته ډېرې هیلې راټوکولې.

بایو این ټیک جرمني کمپنۍ او فایزر امریکایي شرکت د انسان په بدن د یوه واکسین د لومړنۍ دورې په ازموینې سره ځینې نښې نښانې لیدلي چې کولای شي دا واکسین د کووېډ-۱۹ په درملنه کې ګټور ثابت شي.

د دغو روغتیايي ټکنالوژي شرکتونو مشرانو دا خبره چارشنبه کړې ده. بایو این ټیک کمپنۍ د جرمني په ماینز ښار کې ده.

د دغه واکسین ازمایښتي دوره لا نه‌ده بشپړه شوې.

د کوروناوایرس پرضد د واکسین جوړولو لپاره ۱۶ ځایه نور هم په نړیواله کچه هڅې روانې دي.

دې وایرس په ټوله نړۍ کې تر دې دمه څه باندې پنځه لکه انسانان وژلي دي.

څو نورو شرکتونو له هغې ډلې مادرنا، کانسینو، بیولوجیکس، انو ویو او استرازنکا د کوروناوایرس ضد واکسین په جوړولو لګیا دي.

د روغتیا نړیوال سازمان تېره اوونۍ ویلي چې ښايي د استرازنکا واکسین تر ټولو مخکښ او د پرمختیا له پلوه تر ټولو مخکې وي.

دلته د امریکا په مېریلېنډ ایالت کې د درمل جوړولو یو مرکز د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې لپاره د رمډیسېوېر «Remdesivir» درملو په تولید لګیا دی.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس سېشنبه دغه مرکز ته ورغلی و او ویې‌ویل چې د کوروناوایرس ناروغانو د درملنې په هدف ترلاسه شویو پرمختګونو ته هیله‌من دی.

پنس زیاتوي: "موږ د امریکا متحده ایالاتو خلکو ته د یوه واکسین د تولید په هدف د هیله بخښونکو پرمختګونو څخه خبرېږو."

د کووېډ-۱۹ ناروغانو د درملنې په هدف د رمیډیسېوېر د اغېزمنیتا ازموینې روانې دي او وار دمخه داسې نښې لیدل شوي چې دا درمل هغو ناروغانو ته چې وضعه‌ یې ښه نه‌ وي، ګټور تمامېږي.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG