د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په تورخم کې بندیزونو د خلکو ژوند اغېزمن کړی'


د تورخم دروازه (ارشیف)
د تورخم دروازه (ارشیف)

د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې تورخم دروازه د مارچ پر ۱۶مه نېټه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې وه او د مې پر ۱۷مه نېټه یې بیا د ۲۴ ساعته تجارت لپاره خلاصه کړه خو په پاکستان کې ایسار افغان وګړي پرې یوازې د خالي پر ورځ افغانستان ته اوښتلای شي او د تېر په څېر تګ راتګ نه شي کولای.

سوداګر او ټرانسپورټران وایي، په تورخم کې یوشمېر بندیزونو له وجې د خلکو په کاروبار او ورځني ژوند ډېر اثر پرېوتي.

په تورخم کې د کسټم کلیرنګ ایجنټس ایسوسی ایشن مشر معراج الدین شینواری مشال راډیو ته وایي چې مخکې به د ورځې څه د پاسه دوه نیم زره ایکسپورټ ګاډي افغانستان ته اوړېدل خو اوس دغه شمېره یو نیم سل ګاډو ته راپریوتلې ده.

نوموړی وویل، په ټرافیک کې د رسد ادارې نېشنل لاجسټک سیل د خنډانو له وجې هلته ډېر مشکل جوړ شوې.

نوموړی زیاتوي، په تورخم کې کاروبار راکمیدو سره زموږ د خیبر په زرګونه مزدوران او کار کوونکي هم بې روزګاره شوي دي.

شینواري وايي، هلته مو ریستورانونه بند شوي، د تورخم او پېښور سورلو لپاره جوړه شوې ټرانسپورټي اډه هم تړل شوی.

ټرانسپورټران او ډریوران وایي، په تورخم کې د غیر منظم ټرافیکي نظام له وجې دوی په وخت افغانستان ته نه شي اوړېدای او له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.

ډریوران وایي چې کله د ایکسپورټ مالونه تورخم ته ورسوي نو بیا یې ګاډي ترې د تورخم هغې غاړې ته نورو ډریورانو ته وسپاري او پردي ډریوران ورته زیان اړوي.

دوی وایي، پکار ده ډریورانو ته تر جلال آباد او کابل په خپله د ګاډو بوتلو اجازه ورکړل شي.

ډریور انځر ګل په تورخم لیکه افغانستان ته مالونه وړي او وایي، ګاډي مې اوس کابل د تورخم دې غاړې ته راغې پردي ډریور راوست، ترپال، ټيپ یې ترې کوز کړي، ټول بکس یې هم خالي پروت دی، ترپال مې په ټیکسلا کې په ۳۴ زره روپۍ اخیستې وو، پکار ده موږ له په خپله تر کابله د خپلو ګاډو بوتلو اجازه راکړل شي.

د خیبر ټرانسپورټ اتحادیې مشر عظیم الله شینواری وایي، اوس مې یو ګاډي لپاره درې ډریوران ساتلي، له دې سره مې امدن راکم شوی او خرچ مې زیات شو، ما ته څه نه پاتې کېږي.

نوموړی زیاتوي،یو یې افغانستان ته وزي، بل یې بیرته راوړي، او بل یې بیا له تورخمه پېښور ته وړي نو دا خرچه نه شو برداشت کولای.

د نوموړی په وینا، موږ لپاره افغانستان ډېره ښه منډهي ده زموږ مالونه اخلي، پکار ده ایکسپورټ نور هم زیات شي او په تورخم کې نرمي راوستل شي.

د خیبر انتظامي چارواکي وایي چې په تورخم پولې لپاره ورته له مرکزه (ایس او پي) یا د تجارتي هلو ځلو او ګاډو اوختو پالسي راغلې او هم هغه یې عملي کړې چې ډریوران او سوداګر دواړو هیوادونو ته دغه وایرس انتقال نه کړي.

د خیبر ضلعې پولیسو مشر محمد اقبال ویلي چې په دې وروستو کې یې هلته په انتظامې او ټرافیکي ګډوډیو کې ککړ پولیس د چیک پوسټونو لرې کړي او ځينې یې پکې معطل کړي هم دي او دوی هڅه کوي ټرافیکي ستونزې هوارې کړي چې ایکسپورټ او امپورټ ورسره د بغیر څه ځنډه روان وي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG