د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان بحټ په های کورټ کې چېلنج


بلوچستان اسمبلی کې مخالفو ګوندونو بلوچستان نیشنل ګوند، جمعیت علمای اسلام او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبې کلنۍ بوجه (بجټ) په های کورټ کې چېلنج کړې ده چې د جولای پر لومړۍ نېټه یې لومړۍ اورېدنه وشوه.

د بلوچستان های کورټ پر چیف جسټس جمال خان مندوخېل او نذیر احمد لانګو باندې مشتمل عدالت کې د حز ب اختلاف له لوري ساجد ترین ایدوکېټ او د حکومت له لوري ایډوکېټ جنرل ارباب طاهر خپل دلایل وړاندې کړل.

په درخواست کې حزب اختلاف دریځ لري چې د بلوچستان حکومت د راتلونکې کال لپاره په بجټ کې د دوی حلقو پرمختیا ته پوره پاملرنه نه ده کړې او نه یې هم د پرمختیايي کارونو لپاره دوی ته پوره ونډه ورکړې ده.

د اپوزیشن وکیل ساجد ترین ایډوکېټ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې عدالت یې درخواست منظورکړی دی او د حولای پر ۱۳مه نېټه به یې اورېدنه کېږي.

نوموړی وايي اپوزېشن ګیله لري چې دوی د پلاننګ کمېشن تر څارنې لاندې خپلې پرمختیايي پروژې حکومت ته وړاندې کړې دي خو له بده مرغه هغه یې ټولې له پامه غورځولې دي. هغه په ادعا سره وویل چې حکومت د اپوزېشن ګوندونو په حلقو کې خپلو هغو غیرمنتختب کسانو ته چې په تېرو انتخاباتو کې یې ماته خوړلې وه یا د واکمن بلوچستان عوامي ګوند سره اړه لري د هغوی په نومونو ټوله سکیمونه او فنډونه جاري کړي دي نو هغوی لا له وړاندې پر ټېکدارانو پلورلي/خرڅ کړي دي.

د ساجد ترین په وینا چې سپریم او های کورټ په دې اړه ښکاره پرېکړې لري چې په بجټ کې فنډونه به په انتخابي حلقو کې د برابرۍ او پسماندګۍ پر بنیاد وېشل کېږي. او بل دا چې دا چارې به د منتخبو پارلماني استازیو له لارې کېږي.

خو د بلوچستان حکومت ویاند لياقت شاهوانی هر کار یې د قانون او های کورټ تر لارښوونو لاندې کړی دی. نوموړی زیاتوي کومو خلکو چې د سکیمونو وړاندیزونه کړي دي نو هغو سیمو په ریښتیا هم اړتیا ورته لرله. له دې سکیمونو خلکو ته ګټه رسېږي. دوی د ګوند پرځای د ولس ګټې په پام کې نیولې دي.

XS
SM
MD
LG