د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د هانګ کانګ ملي امنیت نوي قانون پرضد یوه مسوده منظوره کړې


په هانګ کانګ کې د پولیسو او د مظاهرچیانو تر منځ تاوتریخوالی (ارشیف)

د امریکا د استازو جرګې په هانګ کانګ کې د ملي امنیت نوي قانون په غبرګون کې یوه قانوني مسوده منظوره کړې.

په بېګانۍ مسوده کې پر هغو ډلو د بندیزونو لګولو غږ شوی چې د هانګ کانګ کورواکي کمزورې کوي او یا د اوسېدونکو پر هغو ازادیو محدودیتونه لګوي چې ورسره یې ژمنه شوې.

دا قانوني مسوده به هغو بانکونو ته سزا ورکوي چې د نوي قانون له عملي کوونکو چینايي چارواکو سره کاروبار کوي.

دا مسوده د چین د کمیونسټ ګوند هغه چارواکي هم په نښه کوي چې د ملي امنیت قانون عملي کوي او د پولیسو هغه ټولي هم هدف ګرځوي چې د هانګ کانګ پر مظاهره کوونکو یې بریدونه کړي.

ښايي دا قانوني مسوده نن سېنېټ ته وړاندې شي. سېنېټ تېره اوونۍ دې ته ورته اقدام منظور کړی وو خو باید ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته یې د لاسلیک لپاره تر استولو مخکې د استازو جرګې مسوده منظوره کړي.

د امریکا د استازو جرګې مشرې نینسي پلوسي د مسودې منظوري د ملي امنیت د قانون پر وړاندې سمدستي او اړین غبرګون بللی دی.

نوموړې وویل، د ملي امنیت نوی قانون د یو هېواد، دوه نظامونو په نوم هغه جوړښت ګواښي چې په ۱۹۹۷ز کال کې یې ژمنه شوې وه.

هغه مهال برتانیې، هانګ کانګ چین ته سپارلی وو.

د امریکا په کانګرس کې د دواړو ګوندونو غړو د نوي امنیتي قانون پر ضد د قوي غبرګون غږ کړی دی چې پکې سرغړوونکو ته تر عمري بند پورې سزاګانې شاملې دي.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG