د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نېشنل پارټۍ هنري مېلې جوړوي


عوامي نيشنل ګوند تکل لري چې په خیبر پښتونخو کې د کورونا وبا له کمېدو پس د صوبې په بېلا بېلو برخو کې هنري مېلې جوړې کړي.

د ګوند د کلتور سېکرټري ډاکټر خادم حسين مشال راډيو ته وويل چې د جون پر ۳۰ مه نېټه یې له ضلعي کلچر سېکرټريانو سره د سيمې د ولسي، پيداواري او تخليقي کلتور د بيا رغونې په غرض جوړ خپل پلان شريک کړ او هغوی ته يې ذمه واريانې وسپارلې.

نوموړي زياته کړه، "په غونډه کې مو د “ملګرو هنرمندانو” تنظيم جوړولو پرېکړه وکړه، او دا د دې لپاره چې له يوې خوا ټولنه د هنرمندانو کار ته په درنه سترګه وګوري او له بلې خوا هغوی ته په منصفانه توګه حکومتي مرستې هم ورسي. موږ دا پرېکړه هم وکړه چې د کورونا وايرس وبا يو څه کمه شي نو په بېلا بېلو ضلعو کې به هنري مېلې کوو، د ځايي لاسي صنايعو، کتابونو او خوړو سټالونه به پکې جوړوو او نندارې ته به يې دانشوران، ليکوالان، خبريالان او هنرمندان راغواړو. هدف مو دا دی چې ټولنه د هنر ارزښت وپېژني او حکومت اړ شي چې د هنرمندانو د ستونزو د حل لپاره کار وکړي."

د تحريک انصاف په مشرۍ د خيبرپښتونخوا حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې د صوبې بېوزلو هنرمندانو ته د مياشتنيو مالي مرستو ورکولو يوه پروژه پيل کړې وه، چې اوس ختمه شوې ده.

حکومت د ۲۰۲۰ او ۲۱ مالي کال په بجټ کې د دوو کلتوري پروژو سر ته رسولو لپاره ۱۵ ميليونه روپۍ مختص کړې دي.

په بجټ کې همداراز ۲۰۰ ميليونه روپۍ د “خيبرپښتونخوا کلچر کمپليکس” په نوم د يوې ودانۍ جوړولو لپاره بېلې شوي دي.

خو ډاکټر خادم حسين وايي، دا پروژې د تېر مالي کال په بجټ کې منظورې شوې وې او دا چې حکومت هېڅ نوی کلتوري پروګرام او د هغې لپاره پيسې نه لري.

"ډېر په افسوس سره وايم چې حکومت د کلچر مرکزونو جوړولو لپاره نوې پانګه نه ده بېله کړې. د دې کال په بجټ کې له هنرمندانو سره د مرستو پروګرام هم له پامه غورځول شوی. هنرمندان په ځانګړې توګه د کورونا وايرس په دې وبايي حالت کې زښته ډېر وځپل شول. عوامي نيشنل ګوند د اسمبلۍ دننه او هم بهر په ډېر تاکيد سره له حکومته دا غوښتنه کړې چې له هنرمندانو سره د مالي مرستو يو پيکېج په فوري توګه مخې ته راوړي."

عوامي نيشنل ګوند وار له مخه د ملګري ډاکټرانو، ملګري وکيلانو او ملګري استادانو په نومونو تنظيمونه لري.

په پېښور کې د “ هنر وارثان” په نوم د هنرمندانو د ټولنې يو مشر ارشد حسين، چې د پښتو او اردو ډرامو نوميالی اداکار دی، د عوامي نيشنل ګوند د هنرمندانو پر يوه ټغر د ټولولو پلان ستايي خو زياتوي چې د صوبې کلتور د ټولو شريک دی او د سياسي اهدافو لپاره بايد و نه کارول شي.

"دا ښه خبره ده چې سياسي ګوندونه رامخ ته شي او په اسمبليو او پاليسي ساز ادارو کې د هنرمندانو د حقونو لپاره غږ پورته کړي. زه د دې اقدام صرکلی او ستاېنه کوم خو ورسره دا وايم چې کلتور زموږ د ټولو مشترک دی او سياست ورباندې بايد و نشي. هدف يوازې دا پکار دی چې موږ د خپلې کلتوري ورثې د ساتنې او د هغې د ودې لپاره يوه ګتوره تګلاره ولرو."

اداکار ارشد حسين هغه نيمګرتياوې په ګوته کوي چې د ده په خبره، د خيبرپښتونخوا حکومت يې د له منځه وړلو او د صوبې ولسي کلتور ته د ودې ورکولو په چاره کې تر اوسه پاتې راغلی دی.

"د صوبې حکومت د کلتور پالېسۍ جوړولو چارې، چې په ۲۰۱۲ز کال کې يې پيل کړې وې، په ۲۰۱۸ز کال کې بشپړې کړې. خو ستونزه دا ده چې پر پالېسۍ تر اوسه هېڅ عملي کار نه دی شوی. حکومت ته پکار دي چې له پوهانو او هنرمندانو سره د پالېسۍ عملي کولو په برخه کې سلا مشورې وکړي. موږ ته تر اوسه دا هم معلومه نه ده چې په صوبه کې څومره هنرمندان لرو او هغوی په کومو برخو کې مهارت لري؟ اوس خو اوه نورې ضلعې هم راسره شاملې شوې، د هغو سيمو د هنر او هنرمندانو په اړه هم هېڅ معلومات نشته. موږ په ټوله صوبه کې يوه ارټ کيلري قدرې نه لرو. چې له بهره څوک راشي او غواړي چې زموږ د کلتور ننداره وکړي، موږ يې ژر چرسي تيکو والا او يا هم خيبر درې ته بوځو. زموږ لويه غوښتنه دا هم ده چې د سکولونو په نصاب کې بايد د کلتور مضمون شامل شي."

ارشد حسين زياتوي، د پاکستان ايين د هېواد له حکومتونو غواړي چې د خپلو ولسونو د تاريخ، ژبې او کلتور د ودې لپاره اړين اقدامات وکړي.

د نوموړي په خبره، پاکستان د ملګرو ملتونو د تعليم او کلتور ادارې “يونېسکو” هغه اعلاميه هم لاسليک کړې چې پکې د نړۍ حکومتونه مکلف ګرځول شوي چې د خپلو وګړو کلتوري ارزښتونو ته نه يوازې درناوی وکړي بلکې د هغو د ساتنې او پرمختګ لپاره هم ګامونه پورته کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG