د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د روسیې له‌خوا طالبانو ته د انعام ادعاوې څېړي


د امریکا بیرغ
د امریکا بیرغ

د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې پر امریکايي پوځيانو د حملو لپاره د روسیې له‌خوا طالبانو ته د نقدي جایزو د ورکولو د ادعاوو په اړه د څېړنو خبر ورکوي.

د پنټاګون ویاند جاناتان هوفمان په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې دفاع وزارت تر اوسه داسې شواهد چې دا ادعاوې تأیید کړي، نه‌دي موندلي.

د امریکا د ملي استخباراتي ادارې مشر جان راچ کلیف پرون دوشنبه د کانګرس جمهوري‌پالو غړو ته د دې ادعاوو په اړه معلومات ورکړل او ټاکل شوې چې نن به د ډیموکرات ګوند وکیلان هم خبر کړي.

د کانګرس یو شمېر جمهوري‌پالو غړو وویل چې که روسیې په رښتیا پر امریکايي سرتېرو د حملو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړې وي، نو د امریکا حکومت باید سمدستي او عاجل اقدام وکړي.

د استازو جرګې جمهوري‌پال غړي مک تورنبېري او لیز چیني پرون په یوه ګډ بیان کې وویل، دا ثابته خبره ده چې روسیه په افغانستان کې زموږ ښېګڼه نه‌غواړي. دوی ویلي، دا مهمه ده چې پر امریکايي سرتېرو د روسیې یا بل هېواد د حملو په اړه معلومات په جدیت سره تعقیب شي.

د جرګې یوه بل استازي مایکل مککاول او اډم کینزینګر په یوه جلا بیان کې ویلي چې د ټرمپ له ادارې څخه‌یې په کلکه غوښتي دي چې د دې ادعا د رښتینولۍ په صورت کې د پوتین رژیم مسؤل وګڼي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG