د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا په ځینو ایالتونو کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې بیا زیاتې شوي


د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په متحدو ایالاتو کې پرون د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ لږترلږه ۴۲ زره تازه پېښې ثبت شوي.
د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په متحدو ایالاتو کې پرون د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ لږترلږه ۴۲ زره تازه پېښې ثبت شوي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کوروناویروس د نویو پېښو له زیاتېدو سره څو نور ایالتونه هم د بارونو، رستورانتونو او نور کاروبارونو د بیا پرانیستو له پرېکړې تر شا شول.

چارواکي شکایت کوي چې اکثره خلک د ماسک د اغوستو او ټولنیزې فاصلې د رعایتولو لارښوونې له پامه غورځوي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په متحدو ایالاتو کې پرون د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ لږترلږه ۴۲ زره تازه پېښې ثبت شوي او له دې داسې ښکاري چې د کوروناویروس تازه پېښې خورا په چټکۍ په زیاتېدو دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ساري ناروغیو مخکښ متخصص ډاکتر انتوني فاوچي په دغه هېواد کې د کوروناویروس د نویو پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنه وښوده.

دی چې د سپینې ماڼۍ له خوا د کوروناویروس په وړاندې د مبارزې لپاره د ضربتي ډلې غړی دی وايي، نوې شمېرې په هغو ایالتونو کې ثبت شوي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي مقررات یې بې وخته نرم کړل.

ډاکتر انتوني فاوچي
ډاکتر انتوني فاوچي

فاوچي به نن سې شنبه د مشرانو جرګې استماعیه غونډې ته په دې اړه چې ایا خلکو ته دې کارونو او ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي که نه، معلومات ورکړي.

دی وايي، دوی باید دوې اوونۍ نور هم صبر کړی وای او بیا یې محدودیتونه لیرې کړي وای.

په امریکا کې د کوروناوایروس ډېری نوې پېښې د دغه هېواد په جنوبي او لوېدیځو ایالتونو کې ثبت شوي دي.

د اریزونا والي ډاګ دوسي بارونو، سینماګانو، جیمونو او د لامبو پارکونو ته سم د لاسه د ۳۰ ورځو لپاره د تړل کېدو امر کړی دی.

والي وروسته له هغې عکس العمل وښود چې تېره یکشنبه په دغه ایالت کې چارواکو د کوروناویروس د ۳۸۵۸ نویو پېښو راپور ورکړ، چې دا په دغه ایالت کې په یوه ورځ د کوروناوایروس تر ټولو لوړ شمېر دی.

د اریزونا والي پرون وویل، اټکل دا دی چې دغه شمېر به راتلونکې اوونۍ تر دې هم زیات شي.

د فلوریډا او ټکزاس ایالتونو چارواکو سر له راتلونکې جمعې د ټولو تازه پرانیستل شویو بارونو د تړلو امر کړی، بلخوا د نیوجرسي والي فیل مرفي ویلي، هغسې چې په پام کې وه د دې اوونۍ په وروستیو کې به سرپټي خوړنځایونه بېرته نه پرانیستل کېږي.

پرون دوشنبه ډېری ایالتونو خپلو وګړو ته امر وکړ، چې په عامه ځایونو کې ماسکونه وکاروي، حال دا چې د مخکنیو پالیسیو له مخې د ماسک کارول اختیاري و.

د جانس هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په نړۍ کې په کوروناویروس د اخته کسانو شمېر تر لسو میلیونو اوښتی او تر پنځو لکو او ۴۰۰۰ ډېر کسان یې له کبله مړه شوي دي.

دغې وبا د نړۍ په سطحه د امریکا متحد ایالتونه سخت ځپلي، چې د دغه ویروس تر دوو میلیونو او شپږو لکو زیاتې پېښې په کې ثبت شوي او د مړو شمېر هم په کې تر یو لک او ۲۶۰۰۰ اوښتی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیدروس اډهانوم ګیبریسوس پرون دوشنبه خبرداری ورکړ، چې د کوروناوبا به ژر ختمه نه شي.

نوموړي زیاته کړه نړۍ به په راتلونکو میاشتو کې هم لا ډېر زغم، حوصلې، تواضع او سخاوت ته اړتیا ولري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG