د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول: وزیراعظم دې يا استعفا ورکړي یا دې بخښنه وغواړي


بلاول بوټو زرداري
بلاول بوټو زرداري

ابوزیشن ګوندونو پيپلز پارټۍ او مسلم لېګ (ن) د تحريک انصاف حکومت د ختمېدلو غږ کړی دی. د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري له وزیراعظم عمران خانه غوښتې چې يا دې استعفا ورکړي او يا دې د ناکامې حکومتولۍ له کبله بخښنه وغواړي.

نوموړي د جون په ۲۹مه په پارليمان کې د خبرو په وخت وويل چې د تحريک انصاف حکومت په وخت اقتصاد خراب دی، روزګار نشته، ترقیاتي کارونه د نشت برابر دي او بهرنۍ پاليسي ناکامه ده.

هغه زیاته کړه چې وزیراعظم دوه لارې لري. ((يوه دا چې هغه خپله غلطي ومني. له ولس او پارليمان بخښنه وغواړي او ووايي‌چې فېصلې مې غلطې وې، د دې ملک معیشت مې تبا کړی او د هر پاکستاني صحت او اقتصاد مې په خطر کې اچولی دی. بخښنه دې وغواړي او ودې وايي چې تر دې وروسته به د يو پاکستان په توګه کار کوو. په شريکه به مسلې حلوو. دوهمه لار دا ده چې زموږ وزیراعظم استعفا ورکړي. کور ته دې لاړ شي او نورو قابلو خلکو ته دې دا کار وسپارل شي چې د دې ملک مشري وکړي.))

وزیراعظم عمران خان ته خلکو رايه ورکړې ده. د پارليمان پاور هم د ځان سره لري. استعفا ولې ورکړي؟ هيڅکله به داسې ونه کړي
شاه محمود قرېشي

په پارليمان کې د جون د ۲۹مې موضوع د کلني‌بجټ لپاره رايې اچول وو خو تر څنګ یې اپوزیشن او حکومتي غړو د پاکستان د خراب اقتصاد او پر شاتګ لپاره يو بل زمه واره وبلل. د تحریک انصاف واکمن ګوند مرستيال مشر او د پاکستان بهرنیوو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د حکومت له کړو کارونو دفاع وکړه او د وزیراعظم د استعفا غوښتنه یې په سختۍ سره رد کړه.

هغه وويل: ((وايي چې عمران خان دې استعفا وکړي. ولې یې وکړي؟ پارلمان پر عمران خان باور لري او ولس ورته په ټاکنو کې رايې ورکړي دي. نو استعفا ولې ورکړي؟ ستاسو په غوښتنه استعفا وکړي؟ تاسو د کوم باغ مولۍ ياست. استعفا به نه ورکوي.))

د تحريک انصاف پر حکومت نيوکې او د استعفا لپاره یې غوښتنې تر هغې وروسته زیاتې شوې چې د دې ګوند ځينو لوړپوړو غړو اعتراف وکړ چې د دوی حکومت ناکامه دی. د ساینس وفاقي وزیر فواد چوهدري د جون په ۲۲مه د امريکا غږ اردو سره په مرکه کې وويل چې په تحريک انصاف کې دننه د اختلافاتو، په صوبو کې د سمو چارواکو نه شتون او د وزیراعظم عمران خان غېر منتخبو سلاکارانو له وجې د دوی حکومت هغه کارونه نه دې کړي چې د ۲۰۱۸ کال د ګټلو ټاکنو د کمپاين په وخت یې وعدې کړې وي.

ټول اپوزیشن ګوندونه په دې يوه خوله دي چې د تحريک انصاف حکومت په بشپړ ډول ناکامه دی
خواجه اصف

ورته خبرې د دې ګوند ځينو نورو سياستوالو په‌پارليمان او پاکستاني رسنيوو سره په مرکو کې وکړي.

د اپوزیشن ګوند، مسلم لېګ (ن) يو مشر، خواجه اصف د جون په ۲۹مه په پارليمان کې د حکومتي غړو د دې بيانونو يادونه وکړه او وزیراعظم عمران خان ته یې د نالایقه خطاب وکړ.

تر دې يوه ورځ‌ مخکې، خواجه اصف په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې يوازې نوی حکومت د مشکلاتو حل دی. ((تر کومې چې د عمران خان حکومت د ختمولو خبره ده نو موږ به په دې لړ کې له ايينه سرغړونه نه کوو. په دې لړ کې د ټولو ګوندونو ترمنځ سلا ته ضرورت دی خو په دې يوه خبره ټول په اتفاق يو چې د عمران خان حکومت په بشپړ ډول ناکامه دی. په تېرو دوو کلونو کې دوی د ملک سره ډېر زیاتی کړی دی. يو نوي مينډېټ يا د خلکو له خوا اعتماد ته ضرورت دی چې له دې حکومته پرې ځان خلاص کړو. په دې لړ کې به ولس ته ډېر زر يو واضحه پروګرام مخې ته راوړو.))

د وزیراعظم عمران خان د ليري کولو لپاره يوه آييني لار په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحريک چلول دي. د دې تحريک د کامیابۍ لپاره به اپوزیشن اکثريت رايو ته ضرورت لري.

د پاکستان په سياست کې به اوسمهال کوم ستر بدلون ونه شي. د عمران خان بې ثباته حکومت به همداسې روان پاتې شي.
افراسياب خټک

دا وخت په‌ قامي اسمبلۍ په ۳۴۲ چوکيوو کې د حکمران تحريک انصاف چوکۍ ۱۵۶ دي. دوی سره د اتحادي ګوندونو ۲۱ غړي ملګري دي. بلخوا د اپوزیشن ګوندونو ټول غړي ۱۵۹ دي.

څيړونکو ته په اپوزیشن ګوندونو کې دومره اتفاق او د نورو ګوندونو د يو ځای کولو صلاحيت نه ښکاري چې د وزیراعظم عمران خان خلاف دې په پارليمان کې د عدم اعتماد تحريک راوړلی شي.

پر سياسي حالاتو ژور نظر ساتونکي، افراسياب خټک د جون په ۲۹مه مشال راډيو ته وويل: ((د پاکستان په سياست کې د لوی بدلون کېدل نه ښکاري. د عمران خان حکومت غېراعلانيه مارشل لا ده. ښکاره خبره ده چې ناکامه دی. بې ثباته دی او دا به همداسې ګډوډ روان وي. اپوزيشن ګوندونه د کوم لوی جمهوري تحريک چلولو لپاره اتفاق نه لري چې وزیراعظم دې په استعفا ورکولو مجبوره کړي.))

XS
SM
MD
LG