د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند له پاکستانه د ممبي بریدونو سرغنه 'ساجد میر' غواړي


په ۲۰۰۸ کال کې شویو دغو دریو ورځنیو بریدونو کې چې هدف یې څو هوټلونه، د ریل یو سټېشن او ممبي کې د یهودانو یو مرکز و، د شپږو امریکایانو په ګډون ۱۶۶ تنه ووژل شول.27Nov2008
په ۲۰۰۸ کال کې شویو دغو دریو ورځنیو بریدونو کې چې هدف یې څو هوټلونه، د ریل یو سټېشن او ممبي کې د یهودانو یو مرکز و، د شپږو امریکایانو په ګډون ۱۶۶ تنه ووژل شول.27Nov2008

هند له پاکستانه غوښتي چې د ممبي د بریدونو اصلي سرغنه ساجد میر ور وسپاري.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، ساجد میر په ۲۰۰۸ کال کې د ممبي برید پلانولو چارې پر غاړه درلود.

هند د هغه سختدریځه کس د ورسپارلو غوښتنه کړې چې ګمان کېږي په ۲۰۰۸ کال کې یې د ممبي بریدونه پلان کړي وو.

نوی ډیلي دا غوښتنه داسې مهال کوي چې تېره اوونۍ امریکا وویل، د ممبي د بریدونو دغه سرغنه پاکستان کې ازاد ژوند کوي.

هند او امریکا دواړو ویلي، د ممبي د بریدونو سرغنهپه پاکستان کې د فعالې لشکر طیبه وسله والې ډلی لوړ پوړی غړی ساجد میر دی.

په ۲۰۰۸ کال کې شویو دغو دریو ورځنیو بریدونو کې چې هدف یې څو هوټلونه، د ریل یو سټېشن او ممبي کې د یهودانو یو مرکز و، د شپږو امریکایانو په ګډون ۱۶۶ تنه ووژل شول.

د ترهګرۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې راغلي، پاکستان تېر کال د لشکر طیبه د بنسټ ایښودونکي حافظ سعید پر ضد اقدام وکړ، خو په راپور کې نیوکه شوې چې پاکستان د دغې ډلې یوشمېر مشرانو ته پنا ځای ورکړی چې یو په کې ساجد میر دی.

حافظ سعید
حافظ سعید

د دغه راپور پر بنسټ ساجد میر پر ممبي د بریدونو د پروژې مدیر و او ګمان کیږي چې پاکستان کې ازاد ژوند لري.

د هند یوه چارواکي ویلي، حکومت یې په وار وار له پاکستانه غوښتي چې د ممبي د بریدونو سرغنهساجد میر ور وسپاري.

د هند دغه چارواکي چې د سیمې امنیت پورې تړلو مسئلو باندې کار کوي ویلي، دوی یو ځل بیا له پاکستانه د ساجد میر د ورسپارلو غوښتنه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر پرون ناوخته پورې په دې اړه څه نه و ویلي.

پاکستان تل د امریکا دا تورونه رد کړي چې ګواکې دغه هېواد دې ترهرګرو ډلو ته پټنځایونه ورکړي وي، اسلام اباد ویلي، د څو ترهګرو ډلو مشران یې محاکمه کړي دي.

د هند یوه بل چارواکي ویلي، د ساجد میر پر وړاندې د پاکستان چوپ پاته کېدل د پاکستان له هغو ژمنو سره په ټکر کې دي چې د مالي اقدام د کاري ډلې په ګډون یې نړیوالو بنسټونه ته ورکړي دي.

د مالي اقدام کاري ډله یو نړیوال بنسټ دی چې د ترهګرو مالي چارې څاري.

پاکستان د دغه بنسټ په خړ لست کې دی، خو دغه هېواد هڅه کوي چې له دې لېسته ووځي.

د امریکا فډرالي پولیسو اف بي ای ویلي، هغه چاته پنځه میلیونه ډالره انعام ورکوي چې د ساجد میر د ځای ځایګي په اړه کره معلومات ورکړي.

ساجد میر په ډنمارک کې هم د یوې ورځپاڼې پر دفتر د برید په پلان کې د لاس لرلو له کبله تر څار لاندې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG