د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا پوهنتون استادانو له ۳ میاشتو راهیسې تنخا نه ده اخیستې


د فاټا پوهنتون دروازه

د قبايلي سیمو لپاره جوړ شوي پوهنتون استادان وايي له دريو مياشتو راهيسې تنخاوې بندې دي چې له وجې یې دوی د مالي ستونزو سره مخ دي. د دوی په وېنا په دې لړ کې یې احتجاجونه هم کړي خو چارواکو پرې غوږونه کاڼه کړي دي.

د دې پوهنتون د پولیټیکل ساینس ډیپارټمنټ لکچرر محمد سعید خلیل مشال ریډیو ته د جون په ۲۷مه وويل چې له درې مياشتو راهيسې یې تنخاوې بندې دي.

نوموړي زیاته کړه: ((په خیبر پښتونخوا کې د پوهنتونو لپاره ماډل ایکټ عملي شوی دي. د دې ایکټ یا قانون ترمخه زمونږ د وایس چانسلر د نوکرۍ وخت ختم شوی او س د انتظامیي او د لوړو زده کړو محکمې تر مینځه دا مسله روانه ده چې ایا بل کس راولي او کنه د همدې وایس جانسلر د کار موده وغځوي. بله مسله زموږ درې دريو مياشتو راهيسې د تنخاوو بندېدل دی. نه استادانو تنخا اخیستې او نه نورې عملې!))

ګراني بيخي ډېره ده خو د تنخا درک نه لګېږي. ما د کور د ضرورت لپاره خپل ګاډی خرڅ کړ. اوس مو په قرض اخیستو شروع کړې.
اکبر علي

د قبايلي سيمو لپاره پوهنتون يا فاټا يونيورسټي د ۲۰۱۶ کال په ديسمبر کې په اخوروال دره آدم خیل کې تر جوړېدو وروسته کار پېل کړ. تر دې دمه یې اووه شعبي یا ډیپارټمنټس فعاله دي چې پکې ۲۵ استادان، ۸۰ کسه نوره عمله او نيزدي درې سوه زده کوونکي شته دی. څلور مياشتې کېږي چې د وایس چانسلر د دندې موده ختمه شوې خو تر اوسه بل نه دی ټاکل شوی.

د فاټا پوهنتون د انګریزۍ څانګې مشر،اکبر علي وايي تېره روژه یې د تنخا نه درلودو له امله په سخته تېره کړه او راتلونکې اختر ته هم وارخطا دی. هغه د جون په ۲۷مه مشال راډيو ته وويل: ((په دې تېرو دريوو مياشتې کې يې راله ملا ماته کړه. د بچو سکولونه دي. دارو درمل دي. د کور نورې خرچې دي. لوی اختر هم راروان دی. ګراني بيخي ډېره ده خو د تنخا درک نه لګېږي. ما د کور د ضرورت لپاره خپل ګاډی خرڅ کړ. اوس مو په قرض اخیستو شروع کړې.))

چارواکو د تنخاوو ځنډيدل د وایس چانسلر د کاري مودې د ختمېدو سره تړلي دي. د لوړو زده کړو لپاره د خېبر پښتونخوا د وزیراعلی سلاکار، خلیق الرحمن وايي د پېسو د کمي مسله نشته. هغه د جون په ۲۷مه مشال راډيو ته وويل: ((مسله دا ده چې نوی وایس چانسلر لا نه دی راغلی. پر هغه کار روان دی. چې نوی چانسلر راشي نو د تنخاوو مشکل به حل شي. امکان لري چې په راتلونکې هفته کې د کوهاټ یا کرک وایس چانسلر ته د فاټا پوهنتون د وایس چانسلر دندې وسپارو ځکه د فاټا پوهنتون لپاره د نوي چانسلر ټاکل ډېر وخت اخلي.))

XS
SM
MD
LG