د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې په یوه ورځ ۴۰۰۰۰ کسان کورونا وهلي‌


امریکا کې د کورونا وایرس تر ټولو زیات شمېر نوي کېسونه ریکارډ شول.(ارشیف)

پراګ - په امریکا کې د جون پر ۲۶مه د کورونا وایرس تر ټولو زیات شمېر نوي کېسونه ریکارډ شول.

په امریکا کې په یوه ورځ تر ۴۰۰۰۰ زیات نوي کېسونه تر ریکارډیدو وروسته یو شمېر ریاستونو د صورتحال نور خرابیدو مخنیوي په خاطر د ښارونو د بیا پرانیستو پرېکړه بېرته اخیستې.

د ټيکساس ریاست ګورنر په تېرو دریو ورځو کې هلته د ۱۷۰۰۰ نویو کېسونو ریکارډېدو پس د ټولو شرابخانو د تړلو امر کړی.

په فلوریډا ریاست کې تر هغې وروسته په شرابخانو کې د الکوهل پر استعمال بندیز ولګېد چې هلته د کورونا وایرس نویو کېسونو شمېر ۹۰۰۰ ته نېږدې شو.

د زیاتو کېسونو لامل په زیات شمېر کې ټیسټونه هم ښودل کېږي خو په ځینو سیمو کې د مثبتو کېسونو شمېر د فیصد په حساب په زیاتېدو دی.

چارواکي وايي، د کېسونو زیاتېدو لویه وجه د ریاستونو لخوا د کاروبارونو او اقتصاد بیا پرانیستل او په سماجي فاصلې ساتلو او ماسکونه اچولو باندې د خلکو عمل نه کول دي.

نیویارک ښار چې یو وخت په امریکا کې د وبا مرکز و او تر اوسه ۳۱۳۴۲ زره کسان پکې مړه شوي دي، د جون پر ۲۲مه پکې دوکانونه پرانستل شول، ریستورانونه یوازې د بهر کېناستلو لپاره خلاص شول او ځينو دفترونو ته د کارکوونکو تګ پیل شو.

د امریکا جنوبي او مغربي برخو په زیاترو سیمو کې د کورونا وایرس يېښې له زیاتېدو سره اندېښنې پیدا شوي چې ښايي په راتلونکي کې د وبا زیات خراب حالات مخې ته راشي.

بلخوا د روغتیا نړیواله اداره خبردارې ورکوي چې د کورونا وایرس وبا په یو نوي او خطرناک پړاو کې د داخلېدو په حال کې ده چې خلک د ټولبند له تدابیرو ستړی شوي او اقتصاد ته یې زیانونه رسېدلي دي.

امریکا اوسمهال د کورونا وایرس د نړیوالې وبا مرکز بلل کېږي.

په امریکا کې له وایرسه د مړو شویو کسانو شمېر تر یو لک ۲۵ زرو اوښتی دی.

بلخوا له دې وايرسه ۱۲۷،۶۴۰ کسان مړه شوي او تر یو میلیون زيات کسان بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

په نړۍ کې د کووېد-۱۹ تازه شمېرې

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون له شمېرو سره سم په ټوله نړۍ کې د کورونا وایرس د کېسونو شمېر د جون تر ۲۷مې تر ۹۹ لاکه ۱۲ زره زيات شوی دی.

دې وایرس تر څلور لکه ۹۷ زره زيات کسان وژلي خو څه باندې ۵۳ لاکه ۶۲ زره بېرته رغېدلي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG