د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ولې ګوزڼ مخ پر زياتېدو دی؟


د پاکستان په کراچي کې يو ماشوم ته د پوليو مخنيوي څاڅکي ورکول کېږي (ارشيف)
د پاکستان په کراچي کې يو ماشوم ته د پوليو مخنيوي څاڅکي ورکول کېږي (ارشيف)

په داسې حال کې چې يو خوا د نړۍ د نورو هېوادونو په شان د کوويډ ۱۹ په نوم نوي کورونا وايرس پاکستان هم اغېزمن کړی، بلخوا په دې هېواد کې يو شمېر ماشومان پوليو يا ګوزڼ وهلي دي.

د جون پر پر ۲۶مه په بلوچستان کې صوبه کې په يو بل ماشوم کې د وايلډ پوليو وايرس په نوم د ګوزڼ پخلی وشو چې دا ډول په روان ۲۰۲۰م کال کې په دې صوبه کې په پوليو وایرس د نويو اخته شوو ماشومانو شمېر ۱۴ ته رسېدلی دی. خو په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام د شمېرو له مخې په تېر ټول ۲۰۱۹م کال کې په بلوچستان صوبه کې ۱۲ ماشومان په دې وايرس اخته شوي ول.

په بلوچستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام مشر ډاکټر افتاب کاکړ وايي چې په ماشومانو کې د پوليو وايرس د زيات خپرېدو يو مهم لامل د کورونا وبا له کبله د کمپاين ځنډېدل دی.

"د ۲۰۲۰م کال له فبروري مياشتې راهيسې د پوليو د مخنيوي کمپاينونه ځنډېدلي دي او چې کله ماشومانو ته څاڅکي ورنه کړل شي نو د ماشومانو قوت مدافعت کمېږي. په ماحول او انسانانو [ماشومانو] کې پوليو وايرس له مخکې موجود دی نو چې کله يې د مخنيوي کمپاين وځنډېږي نو بيا په ماشومان ژر په دې وايرس اخته کېږي."

د ډاکټر افتاب کاکړ په خبره د دې ممکنه ناورين د مخنيوي لپاره دوی د راتلونکې جولای مياشتې پر ۲۰مه نېټه د پوليو د مخنيوي کمپاين پلان کړی دی.

په بلوچستان کې د ولسي بنيادي روغتيا څانګې د قلعه عبدالله ضلعې مشر داود خان کاکړ بيا وايي چې دوی له معمول سره سم ماشومانو ته د واکسين پروګرام په خپلو مراکزو کې جاري ساتلی دی خو د کورونا وايرس خپرېدو له وېرې کور په کور کمپاين نه کوي.

"موږ وېره لرو چې هسې نه د پوليو کمپاين له وجې ماشومان په کورونا وايرس اخته شي. په همدې وجه موږ څو ځله دا کمپاين وځنډاوه. خو اوس د کورونا وايرس د احتياطي تدابيرو په خپلولو سره پر ۲۰م جولای کمپاين پيلوو او خدای دې وکړي چې بريالی پای ته ورسېږي."

په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام د شمېرو له مخې په ۲۰۱۹م کال کې په دې هېواد کې ۱۴۷ ماشومان ګوزڼ ووهل خو د ۲۰۲۰م کال د جون تر ۲۶مې نېټې تر اوسه ۵۴ ماشومان په دې وايرس اخته شوي چې ۲۰ په خيبر پښتونخوا، ۱۸ په سيند، ۱۴ په بلوچستان او دوه په پنجاب صوبه کې دي.

پوليو وايرس په لومړي ځل په ۱۸۹۴م کال کې د امريکا په ويرمونټ ايالت کې راڅرګند شو چې هغه وخت يې ۱۸ کسان مړه او ۱۳۲ عمري معذوره کړل. له دې پېښې څه باندې ۶۰ کاله وروسته په ۱۹۵۵م کال کې ډاکټر جونس سېلک د دې د مخنيوي واکسين جوړ کړ او په ۱۹۶۰م کال کې بيا امريکا د خولې لخوا د ورکول کېدونکي واکسين اجازه ورکړه چې ډاکټر البرټ سېبين جوړ کړی و.

وايلډ پوليو وايرس د افغانستان او پاکستان پرته له ټولې نړۍ ورک شوی دی. بلخوا که درېيم پرلپسې کال هم په نايجيريا کې دا وايرس ونه موندل شو نو په روان ۲۰۲۰م کال کې به نايجېريا هېواد هم د روغتيا د نړيوال سازمان لخوا له وايلډ پوليو وايرس څخه په بشپړه توګه پاک اعلان شي.

XS
SM
MD
LG