د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د ترهګرۍ په اړه د امریکې راپور مايوسه کړو


د پاکستان بهرنيوو چارو وزیر شاه محمود قرېشي
د پاکستان بهرنيوو چارو وزیر شاه محمود قرېشي

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت وايي پر خپله خاوره هيڅ وسله والې ډلې ته د فعاليت اجازت نه ورکوي. دې وزارت د جون په ۲۵مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د ۲۰۱۹ کال د ترهګرۍ په اړه د امريکې پر راپور ځکه مایوسه دی چې په دې کې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستاني پوځ پوره کار نه دی ښودل شوی. 

د امريکې بهرنيوو چارو وزارت له خوا د جون په ۲۴مه خپاره شوي راپور کې ويل شوي چې پاکستان د افغان طالبانو، ‌حقاني شبکې، جېش محمد او لشکر طیبه هغو ډلو د حملو د توان ختمولو لپاره پرېکنده ګامونه نه دې اخيستي چې د دوی له خاورې پر هند او افغانستان بريدونه پلانوي. خو د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت وايي امنيتي ځواکونو یې د ټولو وسله والو خلاف بې توپيره عمليات کړي دي.

پاکستان پر خپلو خاوره موجودو هغو وسله والو خلاف ډېر څه نه دې کړي چې هند او افغانستان کې د ترهګرۍ حملې پلانوي
د امريکې بهرنيوو چارو وزارت

د پاکستاني پوځ د پاليسيوو او کاروبارونو په اړه د يو کتاب او ګڼو مقالو ليکواله، څيړونکې عایشه صديقه وايي پاکستان وسله والو ته له بېل او نړۍ ورته له بېل نظره ګوري.

هغې د جون په ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې بريدونو کوونکې ډلې بدې خو په هند او افغانستان کې حملې کوونکي ډلې بدې نه ګڼل کېږي.

هغې زیاته کړه: ((په افغانستان کې داسې لويې نښې نه ښکاري چې له مخې دې یې وويل شي چې د پاکستان پوځ به د وسله والو سره اړیکې پرې کړي. که د پوځ له نظره وګورو نو په ټوله سيمه کې داسې کومه تبديلي نه ده راغلې چې ووايو پاکستان دې له دغو ډلو فاصله ونیسي. په پاکستان کې تاثر دا دی چې دا ډلې ښې دي. د ګوډ طالبان لفظ ورته کارېږي. نو په پاکستان کې دا ويل کېږي چې که دا وسله وال پاکستان ته زیان نه رسوي نو ولې ختمې او ليري کړل شي.))

پاکستان پر خپله خاوره هيڅ وسله والې ډلې ته د فعاليت اجازه نه ورکوي. زموږ ځواکونو د ټولو وسله والو خلاف يو شان عمليات کړي دي
د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې دا دريځ‌ تکرار کړی چې وايي د چا خلاف به کومې ډلې ته د خپلې خاورې د کارولو اجازه ور نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۱ کال کې د القاعده ترهګرې ډلې مشر اسامه بن لادن په اېبټ‌اباد کې د امريکې په پټو عملياتو او په ۲۰۱۶ کال کې د افغان طالبانو مشر، ملا اختر محمد منصور په بلوچستان کې په ډرون بريد کې ووژل شو. د ډان ورځپاڼې ترمخه د دې کال د فرورۍ په ۲۰مه په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد يو عدالت د پاکستان له وفاقي تحقیقاتي‌ادارې څخه وغوښتل چې په دغه ښار کې دې د ملا منصور د موجود جايداد په اړه راپور وړاندې کړي.

پاکستاني چارواکو څو ځل دريځ ښودلی چې پر افغان طالبانو اثر رسوخ لري خو دا اثر رسوخ د سولې لپاره کاروي. د دې خبرې ذکر د امریکې بهرنيوو چارو وزارت په راپور کې هم شته چې ويلي یې دي په راپور کې د اسلام اباد ستاينه شوې چې د افغانستان د سولې لپاره یې د امريکايانو سره مرسته کړې ده.

پاکستان او طالبان د سولې خبرو بيا پيلېدل غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

د يادونې ده چې امريکا او طالبانو د فرورۍ په ۲۹مه په قطر کې د سولې لوظنامه وکړه. د دې تړون ترمخه به امريکا په مرحله وار شکل له افغانستانه وځي او طالبان به پرې حملې نه کوي. همداراز د طالبانو د ۵۰۰۰ بنديانو د خوشي کېدو په صورت کې به دا ډله د افغان حکومت سره هم خبرو ته کښېني.

د امنيتي چارو پوه او د پاکستاني پوځ پخوانی بريګيډير سېد نزیر مومند وايي که د طالبانو او افغان حکومت مذاکرات نتيجه ورکړي نو د وسله والو پټنځايونه بې اهميته کېږي .

پاکستان او نړۍ وسله والو ته له بېلابېل نظره ګوري. پاکستان کې دا تاثر دی چې په هند او افغانستان کې بريدونه کوونکي‌وسله وال ښه طالبان دي
عایشه صديقه

هغه د جون په ۲۵مه مشال راډيو ته وويل:‌ ((د ترهګرو لپاره داسې مرکزونه پکار وي چې دوی ترې خپلې حملې پلان کړلی شي. په اوس وخت کې چې کوم حالات دي له هغې داسې معلومېږي چې د وسله والو په وړاندې امريکا، افغانستان او پاکستان خپل کوښښونه تېز کړي دي. د پاکستان په همکارۍ د طالبانو او امريکايانو خبرې وشوې او که د افغان حکومت سره هم د طالبانو خبرې کاميابې شي نو بيا به د وسله والو مرکزونه پاتې نه شي. پاکستان په دې لړ کې د خپل وس مطابق کوښښ‌کړی دی.))

د امريکې بهرنيوو چارو وزارت په خپل راپور کې زیاته کړې چې پاکستان د سختدريځۍ ختمولو لپاره یې پنځه مرکزونه جوړ کړې چې پکې د وسله والو اصلاح روان ده. خو امریکې د پاکستان د مدرسو پر نصاب یې نيوکې کړې چې لا هم سختدريځي خپروي.

XS
SM
MD
LG