د ځوانيمرګ سندرغاړي شهريار شعور ژوند او هنر
د دې اوونۍ "هارون باچا هنري ګړۍ" د سندرغاړي شهريار شعور ياد ته ځانګړې شوې. نوموړی ځوان وو او په پېښور کې يې له استادانو د موسيقۍ زده کړې کولې. په وروستيو کې يې يو شمېر سندرې په سټوډيو کې جوړې او پر انټرنېټ خپرې کړې وې. شعور له څو ورځو ناروغۍ وروسته د جون پر ۱۹مه په پېښور کې ومړ. د هغه پر مړينه د سيمې هنرمندانو ژور خپګان څرګند کړ. په خپرونه کې به د پېښور د هغو هنرمندانو خبرې واورئ چې شعور يې له نېږدې پېژنده او د هغه له ارمانونو خبر ول. د سيمې ځينو هنرمندانو پر ټولنيزه ميډيا د شهريار شعور له غريبې کورنۍ سره د مالي مرستو غونډولو لپاره يو کمپاين هم پيل کړی دی. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
اپرېل ۰۴, ۲۰۲۴
زر محمد زرو وايي ۴۸ پښتو فلمونو ته يې موسيقي جوړه کړې ده
-
مارچ ۲۱, ۲۰۲۴
سردار يوسفزی وايي د روزګار غم يې هنر ته نه پرېږدي
-
فبروري ۲۲, ۲۰۲۴
صادق اپرېدی وايي کورنۍ کې يوشمېر ځوان هنرمندان لري
-
فبروري ۱۵, ۲۰۲۴
وحيد حيدر وايي غزل ويل زيات محنت غواړي