د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د اختر مېنګل د پخلا کولو هڅې پیل کړي


اختر مېنګل حکومت ته خبرداری ورکړی وو چې که يې پر ژمنوعمل ونکړ نو ملاتړ به يې پرېږدي.
اختر مېنګل حکومت ته خبرداری ورکړی وو چې که يې پر ژمنوعمل ونکړ نو ملاتړ به يې پرېږدي.

پراګ ـ واکمن تحريک انصاف د بلوچستان نېشنل پارټۍ د اندېښنو د حلولو لپاره د هغه ګوند له مشر سره رابطه کړې ده.

سردار اختر مېنګل د ډېسېمبر پر شپږمه نېټه په قامي اسمبلۍ کې د وينا پر مهال حکومت ته خبرداری ورکړی وو چې که يې ورسره په کړي تړون عمل ونکړ نو ملاتړ به يې پرېږدي.

نوموړي په خپله وينا کې د هغو څلورو بلوڅو ښځو یادونه وکړه چې د هغه په خبره د نومبر پر ۲۹مه نېټه امنيتي ادارو اوچتې کړې وې چې وروسته يې په خضدار کې ليويز ځواک ته وسپارلې.

نوموړي وروسته مشال راډیو ته وويل چې پخوا به بلوڅ نارينه نيول کېدل او اوس ښځې نيول کېږي.

سردار اختر مېنګل د عمران خان د حکومت د ساتلو لپاره مهم ګڼل کېږي
سردار اختر مېنګل د عمران خان د حکومت د ساتلو لپاره مهم ګڼل کېږي

د بلوچستان نېشنل پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړي اغا حسن بلوڅ مشال راډيو ته وويل چې د ډېسېمبر پر اتمه نېټه د واکمن تحريک انصاف يو مشر جهانګير ترين له اختر مېنګل سره په ټيليفون تماس نيولی دی.

هغه زياته کړه چې د ګوند مشر يې د هغې شپږ نکاتې تړون د مادو يادونه وکړه چې د حکومت تر جوړېدو وړاندې يې له تحريک انصاف سره لاسليک کړې وه.

دا تړون د تحريک انصاف سینير نايب صدر شاه محمود قريشي د بلوچستان نېشنل پارټۍ له مشر اختر مېنګل سره یو ځای د اګست پر اتمه نېټه په کوټه کې په ګډه خبري غونډه کې اعلان کړ.

په تړون کې د ځينو نورو خبرو ترڅنګ د لادرکه بلوڅانو د موندلو، په بلوچستان کې د ډېمونو د جوړولو او په وفاق کې د بلوچستان د ملازمتونو د برخې او د افغان کډوالو هېواد ته د ستنولو په اړه خبرې شاملې وې.

اغا حسن بلوڅ زياته کړه چې هغوی د ۵۰۰۰ ورک کړل شويو بلوڅانو فهرست حکومت ته سپارلی وو خو د هغه په خبره تر يوکال زيات وخت تېرېدو وروسته هم يوازې ۴۵۰ کسان موندل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې په ټيليفوني خبرو کې اختر مینګل او جهانګیر ترین په دې سلا شول چې د دواړو غاړو مرکچيان به د ډېسېمبر پر ۱۰مه نېټه په ملاقات کې دا خبرې څېړي.

دا دوهم ځل دی چې بلوچستان نېشنل ګوند له حکومتي اتحاده د وتلو دړکه ورکوي.

د عمران خان حکومت د اخترمېنګل د درو غړو پر ملاتړ ولاړ دی.
جان محمد بلیدي، د نېشنل ګوند غړی


خو نېشنل پارټۍ چې د بلوچستان نېشنل پارټۍ سیال ګوند ګڼل کېږي، وايي چې د عمران خان په حکومت کې چې له بلوڅو سره څه کېږي د هغې ذمه واره د اختر مېنګل پارټۍ ده.

د نېشنل ګوند يو مشر جان محمد بليدي د ډېسېمبر پر اتمه نېټه مشال راډیو ته وويل چې د اختر مېنګل حکومت ته ګواښ د هغه د خپل شرم د پټولو يوه هڅه ده.

نوموړي زياته کړه چې د عمران خان حکومت د اخترمېنګل د درو غړو پر ملاتړ ولاړ دی او د هغه په وينا چې کله هم حکومت ته خطره پېښه شوې ده نو اختر مېنګل يې ژغورلو له ځان رسولی دی.

جان بليدي د بلوڅو ښځو د نيولو پر موضوع د اختر مېنګل پر دريځ هم تنقيد وکړ چې نوموړي دا خبره په داسې حال کې راپورته کړه چې دا قضيه په عدالت کې ده او کېدای شي هلته يې يو حل راووځي.

د نوموړي په اند د دې قضيې د ممکنه عدالتي حل راوتو ته په کتو سره اختر مېنګل دا دريځ غوره کړی دی.

خو سردار اختر مېنګل د ډېسېمبر پر اوومه نېټه د پاکستان جيو نيوز ټيليويژن سره په مرکه کې ويلي، پر حکومت يې په ډاګه کړې چې په هغه صورت کې به ورسره ملاقات کوي چې که د حکومتي مذاکراتي ډلې په لاس کې د ژمنو په عملي توګه د پوره کولو اختیار وي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG