د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان کرکټ ټیم ۱۰ لوبغاړي کورونا وهلي


د پاکستان کرکټ لوبغاړي
د پاکستان کرکټ لوبغاړي

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) وايي، لس لوبغاړې يې پر کورونا وايرس اخته شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان او انګلېنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیريز د جون پر ۲۸مه په انګلېنډ کې پېلېږي.

د کرکټ نړيوال کونسل (ای سي سي) د جون پر ۲۳مه خبر ورکړي چې د پاکستان کرکټ لوبغاړو حيدر علي، حارث روف، شاداب خان، فخر الزمان، عمران خان، کاشف بټې، محمد حفيظ، محمد حسنين، محمد رضوان او وهاب رياض د کورونا وايرس ټېسټونه مثبت راغلي دي.

د کرکټ لوبډلې يو مرستيال کارکونکې ملنګ علي هم په کورونا وايرس اخته شوي دي.

خو لوبغاړي محمد حفيظ د جون پر ۲۴مه په ټويټر ليکلې چې دوی بيا د کورونا وايرس معاينه کړي او ټيسټ يې منفې راغلي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ چيف ايګزيټو وسيم خان وايي، لس لوبغاړو او د يو کارکونکې ټيسټونه شوی ول.

وسيم خان د جون پر ۲۳مه په يو بيان کې ويلي دي چې په دې کې هغه لوبغاړي شامل دي چې په انګلېنډ کې راتلونکې سريز لپاره تيار ول.

دوی وويل چې په کورونا وايرس اخته شويو لوبغاړو څارنه او مرسته کوي او د ټيسټ منفي راتلو وروسته به قامي لوبډلې سره په انګلېنډ ته ورلېږي.

دوی زياته کړه چې کورونا وایرس اخته شوي لوبغاړي په قرنطين کې دي.

خان وويل چې د لوبغاړو کورونا وايرس ټيسټونو مثبت راتلو باوجود هم له انګلېنډ سره د کرکټ سريز به کوي او په دي لړ کې دوی د متبادل لوبغاړو بندوبست هم کړي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ ترمخه د انګلېنډ لپاره د ملي لوبډلې لوبغاړو د کورونا وايرس بيا معاينه به د جون پر ۲۵مه کوي او هغو لوبغاړو ته به د انګلېنډ ته د تلو اجازه ورکوي چې ټيسټ يې منفي راشي.

د جون پر ۱۳مه د پاکستان د کرکټ پخوانی کپتان شاهد اپرېدی د کورونا وايرس ټيسټ مثبت راغلې وو.

د دې ترڅنګ په نړۍ کې د مختلفو لوبو لکه د ټېنس وتلي لوبغاړي نوکویچ د جون پر ۲۴مه پر کورونا وايرس اخته شوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG