سعودي عرب اعلان کړی چې سږ کال به د کورونا وایرس له کبله نړیوال دغه هېواد ته د حج لپاره نه ورځي.
د جون پر ۲۲مه د دغه هېواد د حج او عمرې وزارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي، سږ کال به ډېر لږ مسلمانان د حج فرایض تر سره کړي.
حج چې دا ځل به د جولای په پای کې کېږي یوازې د نورو ملکونو هغه کسان چې په سعودي عرب کې له وړاندې ژوند کوي، کولای شي چې حج وکړي.
دغه وزارت دا هم لیکلي دا فېصله یې د کورونا وبا له کبله د خلکو له صحت سره تړلو خطرو د مخنیوي په اړه کړې ده، چې دا شان د حج په دوران کې حاجیان له یو بل نه فاصله وساتي او د دوی ژوند خوندي ساتلو په اړه د اسلامي تعلیماتو په رڼا کې ټول فرایض تر سره شي.
حج د اسلام په پنځو فرایضو کې یو دی چې پر وس او طاقت لرونکي هر تن باندې په ژوند کې یو وار فرض دی.
هرکال سعودي عرب ته د څه باندې ۱۸۰ هېوادونو نېږدې ۲۵ لکه کسان حج ته ورځي، چې پکې په مکه مکرمه کې د پنځو ته تر شپږو ورځو پورې د حج ټول عبادتونه او لمونځونه ادا کوي.
سعودي عرب له وړاندې د کورونا وایرس مخنیوي لپاره خپلې هلې څلې کوي، او په دغه هېواد کې کورونا وایرس ۱۶۱،۰۰۰ کسان ناروغان کړي او د ۱،۳۰۰ زیات ترې مړه شوي دي.
دې هېواد له وړاندې د کورونا وبا له وجې د روان کال په مارچ میاشت کې پر عمرو هم بندیز لګولی دی.
د فېسبوک تبصرې