د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت په بجټ کې له پامه غورځولي‌ یو: سرکاري نوکران 


په لاهور کې سرکاري ملازمین احتجاج (ارشیف)
په لاهور کې سرکاري ملازمین احتجاج (ارشیف)

پېښور - د خیبر پښتونخوا سرکاري ملازمین وايي مرکزي او صوبايي حکومت دوي‌ په بجټ کې له پامه غورځولي دي.

دوي‌ وايي د اوسنۍ ګرانۍ په وخت کې هم د دوي تنخاګانې نه زیاتول له دوي سره ډیر زیاتی دی.

د ټول پاکستان د سرکاري ملازمینو سازمان د خیبر پښتونخوا جنرل سیکټري سجاد یوسفزي مشال راډیو ته ووبل که د دوي غوښتنې نه مني نو اسلام آباد ته به لاریون هم کوي او سرکاري ادارې به هم ټولي بندې کړي.

په خیبر پښتونخوا کې دسرکاري استاذانو د صوبايي اتحادیې یو مشر عزیزالله خان مشال راډیو ته وویل چې کله د صوبايي یا قومي اسمبلۍ غړو په تنخا ګانو کې زیاتوالی کیږي نو هغه وخت د خزانې حالات هیڅ خراب نه وي.

د هم دې سازمان یو بل غړي مسعود ګلپام وايي نن سبا د ګرانۍ په دې وخت کې د کور خرڅونه او ضرورتونه پوره کول ورته ډیر ګران شوي دي.

ده مشال راډیو ته وویل په کار ده چې د سرکاري ملازمینو ، کم چې په لاندي څوکیو دي او یا پنشنیان دي ، دوي له دې تنخا او پنشن کې اضافه وکړل شي.

د اطلاعاتو لپاره د وزیر اعلي سلاکار اجمل وزیر د جون پر ۲۰مه په پیښور سیکټریټ کې د صوبايي بجټ تر وړاندې کیدو وروسته خبري غونډې ته وویل چې په بجټ کې د سرکاري ملازمینو لپاره نورې منصوبې هم شته خو د تنخا ګانو په اړه هم له سرکاري ملازمینو سره د ځانګړې کمیټۍ پر جوړلو سلا شوي‌ دي.

ده وویل ، “د سرکاري ملازمینو چې د بجټ په ورځ یې هم احتجاج کاوی ، ما ورسره ولیدل ،ما هڅه وکړه چې دوي په ملکي حالاتو مطمین کړم خو وروسته مو دا پریکړه وکړه چې دوي دې یو خپله کمیټ‍ۍ جوړه کړي او یو څو ورځې پس به حکومت د دې کمیټۍ غړو سره په دې حقله خبرې وکړي.”

اجمل وزیر زیاته کړه چې د سرکاري ملازمینو په ګډون د ټولو لپاره د صحت انصاف کارډ جوړول،سرکاري کسانو له په ارزان نرخ کورنه جوړول ، د صحت اسانتیاوي پیدا کول به د ټولو لپاره وي.”

د پاکستان مرکزي حکومت هم په خپل بجټ کې د سرکاري ملازمینو په پنشن او تنخاګانو کې اضافه نه وه کړې خو تر وفاقي بجټ وروسته د وزیراعظم عمران خان لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت د سرکاري اخراجاتو د کمولو پر تګلاره عمل کوي.

XS
SM
MD
LG