د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار کروند ګر د سبزیو سړې خونې غواړي


ننګرهار کې کروندګر وايي، د سبزیجاتو ساتلو لپاره دې ورته سړې خونې جوړې کړي.

په ننګرهار کې کروندګر وايي، کله چې د دوی سبزیجات ورسېږي په بازار کې نرخونو دومره راښکته شي چې دوی پرې خپلې اجارې هم نه شي پوره کولی.

دوی د ننګرهار د کرنې ریاستله مسوولنو غواړي چې د سبزیجاتو د ساتلو لپاره دې ورته سړې خونې جوړې کړي.

خو د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي چې د سړو خونو تر څنګ د سبزيجاتو د وچولو لپاره لمريزې بريښنايي خونو جوړېدو باندې يې پيل کړی چې کروندګرو ته به يوه ښه اقتصادي منبع ثابته شي.

د افغانستان ننګرهار يو زراعتي ولایت دی چې سبزیجات په کې ښه حاصل ورکوي او تر څنګ يې په زرګونو جریبه ځمکه باندې د ډول ډول ميوو باغونه هم جوړ شوي دي.


خو د ننګرهار کروند ګر وايي، کله چې يې سبزیجات ورسېږي، په بازار کې يې نرخونه دومره رالوېدلي وي چې دوی پرې د خپلې اجارې پیسې هم نه شي پوره کولای.

د جلال اباد ښار په شرقي څنډه زنګويي کې هم په سلګونو جریبه ځمکه باندې کروند ګرو رومیان، بانجان، مرچک او بیندۍ کرلي دي.

دغه کروندګر د کرنې ریاست له مسوولینو غواړي چې د سبزیجاتو د ساتلو لپاره دې ورته سړې خونې جوړې کړي.
د رضا خان په نوم يو کروندګر مشال راډیو ته وویل:

"رومیان او بانجان موږ مخکې په بازار کې په سل افغانۍ چارک اخيستل، خو دا دی اوس موږ يو من په سل افغانۍ خرڅوو. زموږ په زموږ ملک کې دومره سهولت هم نه شته چې دا سبزي يوه ورځ دوه ورځې موږ ته وساتي. همدا وجه ده چې موږ ته سبزي اجاره نه پوره کوي او خواري خو هسې هم خاورې ايرې شوې ده. موږ د زراعت له ریاست نه غواړو چې موږ ته د سړو خونو يو سستم جوړ کړي چې زموږ سبزي خو یوه ورځ دوه ورځې وساتل شي."


د سید اغا په نوم يو بل تن کروندګر چې په درې جريبه ځمکه يې په اجاره نيولي او د رومیانو تر څنګ يې په کې بانجان او مرچک کرلي، وايي چې سږکال يې فصل له یوه لوري مرض وهلي او له بل لورې د سبزیجاتو نرخونه دومره رالوېدلي چې د اجارې پیسې پرې هم نه شي پوره کولی.

نوموړی هم د کرنې ریاست له مسوولینو غواړي چې د سبزیجاتو د ساتلو لپاره دې ورته سړې خونې جوړې کړي:

"په زنګويي کې مې درې جریبه ځمکه په اجازه نیولي ده. سږکال يې سخت مرض کړی دی. اوس اوه کیلو په اویا او اتیا افغانۍ خرڅوو. تور بانجان په شپېته افغانۍ خرڅوو، مرچک په یو سل او شل افغانۍ خرڅوو. د اجارې روپۍ يې هم نه دي پوره کړي او تاوانونه او مصرفونه خو په ځای پرېږده چې پنځوس زره افغانۍ پرې مصرف شوي. د زراعت ریاست لخوانه موږ سره هيڅ کمک نه دی شوی. په کار ده چې موږ ته سړې خونې جوړې شي چې موږ په کې خپله سبزي وساتو."

د دوی د غوښتنو پر وړاندې د ننګرهار د کرنې رييس انعام الله ساپي مشال راډيو ته وویل چې د سړو خونو تر څنګ دوی دوی په لمریزې برېښنايي خونو جوړېدو پیل کړی چې د اوړي په نیمايي کې به يې کارونه بشپړ شي چې کروند ګرو ته به یوه ښه اقتصادي منبع وګرځي.

"سړې خونې خو ورته نه شوو ویلی البته صفر انرژي خونې ورته ویلی شوو چې دې باندې کار روان دی او د سبزيجاتو د پروسس لپاره موږ د سولر ډراییر یا شمسي وچوونکي ماشینونه د دوه سوه عدده جوړوو د کروندګرو لپاره. کار پرې روان دی. سروي تکميل شوې، خلک ورته استخدام شوي.په طول د يوې نېمې میاشت کې یا د دوبي یا اوسني موسم په نیمايي کې به موږ کروندګرو ته دغه تهسیلات او تشکیلات برابر کړي وي."

د کرنې ریاست د مسوولینو په وینا دا لمریزې برېښنايي خونې دا به دا توان ولري چې په یوه اوونۍ کې به دولس ټنه روميان، بانجان، مرچک، اوږه او ګشني د حرارت په ذریعه وچ او بسته بندي کړي او مارکېټ ته به د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG