د لاسرسي ځای

تازه خبر

د 'نیلام ګر' پخوانی کوربه طارق عزیز ومړ


طارق عزیز
طارق عزیز

د پاکستان بېلا بېلو رسنيو نن[ د جون پر ۱۷مه] خبر ورکړي چې طارق عزيز په لاهور کې د طبيعت خرابيدو وروسته روغتون ته منتقل کړل شو خو هلته يې سا ورکړه.

د نوموړي زوی د پلار مړيني خبر تصديق کړي دي.

طارق عزيز په پاکستان کې د (نيلام ګر) په نامه د مشهور پروګرام کوربه پاتې شوي وو.

نوموړي د پاکستان ټيلي وژن د خبرونو لومړی وياند وو.

طارق عزيز له ۱۹۹۷ تر ۱۹۹۹ پورې د قامي اسمبلي غړی پاتې شوي وو.

نوموړي په ځېنو فلمونو کې هم کار کړي وو.

طارق عزيز په ۱۹۳۶ز کال کې په جالندر کې زيږېدلی وو.

نوموړي په ۱۹۶۴ز کال د نومبر په میاشت کې د پاکستان ټيليوژن د لومړنۍ خپرونې کوربه وو.

نوموړي په ۱۹۷۴ز کال کې د نيلام ګر په نامه پروګرام پيل کړي وو چې تر څو کلونو پورې جاري وو. د دې پروګرام نوم وروسته (طارق عزيز شو او بيا بزم طارق عزيز شو.

په دغه پروګرام کې به د سوالونو سم ځوابونو ورکول په بدل کې انعامونه ورکول کيدل او په دي پروګرام کې به وتلي شخصياتو سره مرکې هم کېدی.

نوموړي په ۱۹۶۰ او ۷۰مې لسيزه کې په ځينو فلمونو چې په کې (سالګره) هم شامل وو، کار کړي وو.

طارق عزيز ته په ۱۹۹۲ز کال کې صدارتي ايوارډ ورکړل شوي وو.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG