د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د منګلو ولسي چیغې څلور کورونه وسوځول


خوست کې د منګلو ولسي چیغه په وژنو تورن د یوه ټبر کورونه سوځوي
خوست کې د منګلو ولسي چیغه په وژنو تورن د یوه ټبر کورونه سوځوي

نن د سېشنبې په ورځ د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د دیګانو په سیمه کې د منګلو قومي چیغې چې شمېر يېلسګونو کسانو ته رسیده، هغو څلورو کورونو ته اور واچاوه، چې غړي يې دیوې کورنۍ د ۷ کسانو په وژل کیدو تورن ول.

که څه هم د چیغې تر رسیدو مخکې ددې کورنیو غړي له کورونو وتلي ول، خو د کورونود توکو په ژغورلو نه وو بریالي شوي او کله چې چیغه ورورسیده،کورونو پسې يې اور واچاوه او تر اوسه هم په کې مړ- مړ اور بلیږي.

په لویه پکتیا کې له لرغونو وختونو د هغو کسانو د کورونو د سوځولو دود شته، چې غړي يې د کومې بې وسه کورنۍ په میراتولو، هغوی سره په ظلم او یا له قومي تړې په سرکشۍ تورن شي


د دوشنبې په شپه وسله والو چې اوس يې لامل ظاهراً کورنۍ اختلاف مالومیږي، د یوې کورنۍ ۷ کسان چې یو نارینه، دوه ښځې او څلور ماشومان په کې ول، یو ځای وژلي ول، یاده کورنۍ بې وزله وه او د ګاونډیانو په مرسته يې ګوزاره کوله.

په لویه پکتیا کې له لرغونو وختونو د هغو کسانو د کورونو د سوځولو دود شته، چې غړي يې د کومې بې وسه کورنۍ په میراتولو، هغوی سره په ظلم او یا له قومي تړې په سرکشۍ تورن شي، خو په وروستیو لسیزو کې داسې څه لږ پېښ شوي دي.

د قومي چیغې ګڼو کسانو مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، هر څوک چې داسې ظلم وکړي، د دوی عکس العمل به همداسې وي.

د حضرت الله په نوم د للمی اوسیدونکي وویل، دلته ټول قوم راټول شوی، هغه کورونه يې وسوځول، چې د ځمکې په خاطر يې د یوې کورنۍ ۷ کسان ووژل.

ده زیاته کړه، که د منګلو په قوم کې بل څوک داسې کار وکړي، هغه هم نه پریږدو.

تور منګل وویل، هر څوک چې ظلم وکړي، باید داسې ورسره وشي.

ده له قومونو وغوښتل، هر ځای ته چې دا خلک تللي وي، قوم او حکومت ته يې وسپاري.

د کورونو له سوځولو مخکې سیمې ته پولیس او امنیتي کسان ورسیدل، خو هغوی ونه توانیدل، چې کورونو په سوځولو کې د قومي چیغې د قهرجنو غړو مخه ونیسي، هغوی پدې لګیا ول، چې پدې سیمه کې د شته خلکو یا د چیغې د ګډونوالو تر منځ کومه نوې شخړه یا بل برخورد رامنځته نشي.

د یادو کورونو د سوځولو ویډیوګانې او انځورونه هم په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کیږي، خو په ټوله کې د ټولنیزو شبکو د کارونکو لخوا د قومي چیغې ددې اقدام په اړه منفي عکس العلمونه لږ دي.

د منګلو ولسي چیغې څلور کورونه وسوځول
د منګلو ولسي چیغې څلور کورونه وسوځول

د ټولنیزو شبکو کارونکو په خپلو نظرونو کې ویلي، کچیرې قومي چیغې راژوندی نشي، ممکن دا ډول پيښې بیا-بیا تکرار شي.

د خوست امنیتي مسوولینو د دې پيښې په اړه ویلي، چې دوی توانیدلي، د دې کورونو څخه ښځو او ماشومانو ته نجات ورکړي، خو رسنیو ته د قومي چیغو او تړونونو په باب د نظر د ورکولو اجازه نه لري.

که څه هم د یو ټپي ماشوم پرته د هغه کورنۍ د ۷ غړو له وژل کیدو دوه ورځې تېرې شوې او سیمه هم ښار پورې تړلې ده، خو د دې ولایت امنیتي او کشفي ادارې نه دي توانیدلي، چې تر دې وخته ددې قضیې په اړه د خپلو څېړنو پایلې له رسنیو سره شریکې کړي.

د یادې پيښې د مړو د تدفین په مراسمو او د قبرونو د کېندلو په کار کې د سیمې او نور خوست سلګونه کسانو برخه اخیستې وه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG