د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د یوې کورنۍ ۷ تنه وژل شوي ۳ ژوبل


د افغانستان په خوست ولایت کې د یوې کورنۍ اووه تنه وژل شوي او درې ژوبل دي.

د خوست سیمه ییز چارواکي وایي، چې پېښه د جون ۱۴مې پر ماخوستن د اسماعیلخېلو مندوزیو ولسوالۍ په دېګانو سیمه کې هغه مهال شوې چې وسله وال یوه کور ته ورواوښتل.

د خوست والي ویاند طالب منګل مشال راډیو ته وویل، چې په ۷ تنه وژل شویو کې یو سړی، دوه ښځې، ۳ ماشومان او یوه پنځه کلنه ماشومه شامله ده.

د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر د جون پر ۱۵مه مشال راډيو ته وویل چې دا پېښه د شخصي دښمنۍ له وجې شوې.

حیدر زیاته کړه چې په پېښه کې ککړ کسان هرومرو د قانون منګولو ته سپاري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG