د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې بارانونو د شفتالو باغونه زیانمن کړي: کروندګر


په سوات کې د شفتالانو باغونه
په سوات کې د شفتالانو باغونه

سوات - د خېبر پښتونخوا د سوات کروندګر وايي، سږ کال د شفتالو پر ميوې ډېر بارانونه او ږلۍ شوې چې له کبله یې ډېر تاواني شوي دي.

د سوات زراعت محکمې له معلوماتو سره سم په ټول سوات کې هر کال تر ۷۰ زره ميټرک ټنه شفتالو پيدا کېږي، د شفتالو بېلا بېل قسمونه له مې مياشتې تر ستمبره پيداوار ورکوي او د سوات د ټولونه لوی فاده منده ميوه ده.

د سوات تحصيل چارباغ منګلور کې د شفتالو باغ لرونکی کروندګر عبدالودود وايي، تر ۱۵ لوی باغونه لري، څه یې په اېجاره اخیستي او څه یې ولاړه ميوه، خو سږکال د زياتو بارانونو او ږلۍ له کبله د دوی فصلونه تباه شوي دي. او ورته تر ۴۰ لکو روپۍ زيان اوښتی.

نوموړی وايي، کوم باغ به چې پنځه زره پيټۍ شفتالو کول اوس هغه اته سوه پيټۍ نه کوي او د ۱۰ لکو روپو باغه دوه لکه روپۍ نه کوي.

نوموړي زیاته کړه، "بارانونه زيات شوي کله چې د ميویو وني ګل کړي وو هغه وخت زيات باران وشو بيا پرې ږلۍ وشوه"

د مرادن د ميوو یو سوداګر روزي خان وايي چې سږ کال بازار سوړ دی. نو ځکه دوی د شفتالو پر ځای د نورو ميوو باغونه اخېستو هڅه کوي.

نوموړی وايي، "وړاندې چې مال راځي نو د کلو پر سر يو نيم سل خرڅ راځي، په زيات نرخ نه پلورل کېږي څه د کورونا ټولبند له کبله خرڅ کم شوی دی، وړاندې به چا لس باغونه اخېستل اوس دوه اخلي، بازار خراب دی ځکه بيا زياته نه کوو"

د سوات بېلا بېلو سيمو ته شفتالو وړونکې د لوی ګاډو اډې مالک جهان پرور وايي چې د شفتالو کم پيداوار له کبله له دوی سره يو شمېر خلک متاثره شوي دي او سږ کال د دوی روزګار ډېر خراب دی.

نوموړي وايي، "موږ به روزانه فيصل آباد او پينډۍ ته تر پنځه زرو پورې د شفتالو پيټۍ لېږلې اوس دغه شمېره اووه يا اته سوو ته راغلې ده، له دې سره مزدوران، د ټرکونو مالکان او اډوو واله متاثره دي"

بلخوا د زراعتو محکمي چارواکي وايي چې دوی کروندګرو ته وخت په وخت د ښه ميوې ترلاسه کولو مشوررې ورکوي او هڅه کوي چې له دوی سره مرستې وکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG