د لاسرسي ځای

تازه خبر

زده کوونکي: چې انټرنېټ نه وي انلاین کلاسونه څنګه واخلو


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:53 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پاکستان حکومت د کورونا وبا مخنيوي په هدف سږ کال د مارچ مياشتې راهيسې د پوهنتونو په ګډون ټولې تعليمي ادارې د جولای ۱۵مې نيټې پورې بندې کړې دي او انلاين کلاسونه يې پېل کړي دي. خو زياتره قبايلي زده کوونکي وايي چې انټرنېټ نه لري او انلاين کلاسونه نه شي اخستی او امتحانونه يې رانېږدې دي.د قبايلي سيمو زده کوونکو په تېرو دوو اونيو کې د خېبر، مومندو، پاړه چينار او اسلام اباد په ګډون د هېواد په يوشمېر برخو کې د انټرنېټ د بحالۍ لپاره مظاهرې کړي دي. د دې سيمو د پوهنتونونو زده کوونکي دا هم وايي چې يا دې د ټول پاکستان زده کوونکو ته انلاين کلاسونه بند کړل شي يا دې دوی بغېر امتحانه پاس کړل شي. د دې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې مو د دې مسلو په ګډون د انټرنېت په عمومي ارزښت هم خبرې کړي دي. موږ سره د قبايلي زده کونکو سازمان مشر سيد محمد کاظمي،د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د ځوانانو څانګې مشر سجاد مومند او د جرمني د پساو پوهنتون د پي اېچ ډي زده کونکی اويس احمد خان مېلمانه وو. د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.

XS
SM
MD
LG