د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا خېبر پښتونخوا کې د صحت کارکونکو ته د روزنې پروګرام پیل کړی


انځور له ارشیفه

پراګ- په پېښور کې د امريکايي قونسلګرۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې "يو ايس اې ای ډي" له لارې په خېبر پښتونخوا کې د صحت کارکونکو ته د روزنې ورکولو پروګرام پرانستغونډه د جون پر ۱۰مه ترسره شوه.

د دې پروګرام له لارې د پېښور لېډي رېډنګ روغتون ډاکټرانو، نرسانو، پېرامډکس او نورې عملې ته دا روزنه ورکړل کېږي چې څرنګه د کوورنا ناروغۍ د خپرېدو مخنيوی کېدای شي.

د لېډي رېډنګ روغتون د عملې ترڅنګ به دغه روزنه د خېبر پښتونخوا نورو ۴۰۰ صحت کارکونکو ته هم ورکړل کېږي.

په خېبر پښتونخوا کې د صحت کارکونکو د کورونا ټسټ مثبت راتلو شمېر ۱۰۰۰ ته رسېدلی چې د خبرپاڼې په لیکنه ، ډېره خطرناکه خبره ده.

د خبر پاڼې ترمخه کېدای شي چې په راتلونکو ورځو کې دا شمېرې نورې هم زياتې شي.

د روزنې د دې پروګرام هدف د کورونا ناروغۍ په اړه د صحت کارکونکو پوهه زياتول دي او دا ورته هم ښودل دي چې په کومو کسانو کې د کورونا وايرس پخلی شوی وي يا يې مبينه ناروغان وي نو د هغو د علاج پر وخت بايد څه قسمه احتياطي تدابير خپل کړل شي.

د صحت کارکونکو ته له کورونا د ځان ژغورلو د الاتو د استعمال په اړه هم روزنه ورکړل کېږي.

امريکايي قونسل جنرل سېبرن ټوني ویلي دي چې امريکايي حکومت به له خېبر پښتونخوا حکومت سره په دې سخت وخت کې ملګرتيا جاري ساتي او د ده په خبره له دې مرستې سره به د صوبايي حکومت صحت نظام ښه شي.

د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې مشرې جولي کونن بيا ویلي دي چې د دوی اداره او خېبر پښتونخوا حکومت ژمن دي چې دې بهادرو صحت کارکونکو ته ضروري وسايلو ورسوي چې دا رنګ د کووېډ ۱۹ ناروغۍ مخه ونيسي.

بلخوا د لېډي ريډنګ روغتون مشر، ډاکټر سلېمان خان ویلي دي چې دوی د يو "اېس اې ای ډي" د دغه ملاتړ مننه کوي.

د ده په خبره له دې روزنې سره به د خلکو ژوند بچ شي او روغتيايي خدمات به يې ورسره ښه شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG