د لاسرسي ځای

تازه خبر

"تر اته میلیونه زیات افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري"


ارشیف، د کابل په یوه کمپ کې دوه کورني بې‌ځایه شوي ماشومان.
ارشیف، د کابل په یوه کمپ کې دوه کورني بې‌ځایه شوي ماشومان.

پراګ - د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله ادراه "سېف دې چلډرن" وايي، اوس‌ مهال ۸،۱۲ میلیونه افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.

همدې ادارې مخکې له دې بشري مرستو ته د اړو افغان ماشومانو شمېر ۵،۲۶ میلیون ښودلی و.

په افغانستان کې د "سېف دې چلډرن" ادارې ویاندې مریم عطايي د جون پر ۱۲مه شپه مشال راډیو ته وویل چې د کورونا وایرس خپرېدو د افغان ماشومانو اوسنی ناوړه وضعیت تر پخوا لا زیات خراب او له نور ګواښ سره مخ کړی دی.

عطايي زیاتوي: "داسې کورنۍ شته چې له ګواښ سره مخامخ دي، په لیرې پرتو سیمو کې اوسي او په قرنطین کې خپلو ماشومانو ته ښه او کافي خواړه نه‌ شي ورکولای. دا په دې معنی ده چې دا ماشومان ځورېږي. د ماشومانو خوندیتوب اداره له نړیوالې ټولنې غواړي چې سمدستي اقدام وکړي او دې ماشومانو ته لږ تر لږه سم او کافي خواړه برابر کړي."

د ماشومانو خوندیتوب ادارې مشر میلان دنیچ هم د جون پر ۱۲مه افغانستان ته د بشري مرستو او تجارتي موادو د واردولو او هغو سیمو ته چې بې‌ وزلي خلک په ‌کې اوسي د دې موادو د رسولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

ارشیف، کابل کې یو ماشوم د پلاستیکي خلطو د پلور پر مهال
ارشیف، کابل کې یو ماشوم د پلاستیکي خلطو د پلور پر مهال

د ملګرو ملتونو یونېسیف ادارې په اپرېل میاشت کې ویلي و چې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د محدودیتونو دوام له کبله کورنیو د خپلو عوایدو سرچینې له لاسه ورکړي چې ورسره د خوارځواکۍ ستونزه هم د زیاتېدو په حال کې ده او دا حالت به پر ماشومانو ناوړه اغېز وکړي.

په افغانستان کې د یونېسف استازي ابوبکر کامپو شاوخوا دوه میاشتې مخکې ویلي و، د ټول هېواد په کچه له پنځو کلونو د ټیټ عمر لرونکو هغو ماشومانو شمېر چې په خوارځواکۍ اخته دي، په ۱۰۰ کې ۱۱ زیات شوی.

د نوموړي د اټکل له مخې د دې ماشومانو شمېر اوس ‌مهال ۶۹۰ زره تنو ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په ټوله کې شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

په کابل کې یو شمېر کورني بې‌ځایه شوي ماشومان
په کابل کې یو شمېر کورني بې‌ځایه شوي ماشومان

سېف دې چلډرن' په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو ماشومانو د شمېر د زیاتېدو خبرداری داسې مهال ورکوي چې افغان حکومت په دې وروستیو کې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره محدودیتونه د درېیو نورو میاشتو لپاره وغځول.

په افغانستان کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر پرون د غبرګولي په ۲۳مه شاوخوا ۲۴ زرو ته ورسېد.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG