د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب پر خیبر پښتونخوا د غنمو بندیز ختم کړ


وفاقي حکومت له پنجابه خیبر پښتونخوا ته د غنمو په رسد لګول شوی بندیز سر له ننه لیرې کړ.

د خیبر پښتونخوا د خوړو ادارې سېکرېټري نثار خان وايي، په اسلام اباد کې د وزیراعظم عمران خان او د پنجاب اعلی چارواکو ترمنځ په دې اړه خبرې شوې وې.

له مشال راډيو سره په خبرو کې نوموړي وویل اوس د صوبې سوداګر یا د اوړو ملونو (ژرندو) مالکان کولی شي له نورو ملکونو اوړه او غنم درامد کړي او حکومت به ترې مالیه (ټېکس) چې ۸ فیصده جوړېږي نه اخلي.

په دا وروستیو کې یوځل بیا له پنجابه خیبر پښتونخوا ته د اوړو او غنمو بندیز د دغه صوبې ولس د کمي او ګراني له ستونزو سره مخامخ کړی وو.

د اوړو ملونو مالکانو د پنجاب له لوري پر غنمو د بندیز پرضد احتجاج هم کړی او ویل یې چې په صوبه کې نږدې درې نیم سوو ملونو کې غنم ختم شوي دي او اندېښنه یې کوله چې ملونه به یې وتړل شي.

په خیبر پښتونخوا کې د ملونو اتحادیې مشر حاجي اقبال د وفاقي حکومت دا ګام ستايي او وايي چې ژر به یې ملونو ته د غنم رسد پیل شي او دا به په صوبه کې د اوړو ختلی نرخ هم خپل پخواني قیمت ته راټیټ کړي.

که څه هم دا وخت د نور هېواد غوندې په خیبر پښتونخوا کې هم د غنمو لوونه دی خو د د اوړو ملونو مالکانو او سرکاري چارواکو په وینا په صوبه کې یې شا او خوا ۳۰ فیصده غنم اخېستل کېږي او پاتې ۷۰ فیصده برخه غنم له پنجاب صوبې او له بهره پوره کوي.

XS
SM
MD
LG