د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر کې سرکار د کورونا وبا مخنیوي په ناغېړي دوکانونه تړي


خیبر دروازه
خیبر دروازه

د خیبر انتظامیه وايي، د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره پر حکومتي احتیاطونو د عمل نه کولو پر سر یې د ځینو کاروبارونو پر ضد کارروايۍ کړې دي.

د ضلعې انتظامي مشر محمود اسلم وزیر پرون مازیګر مشال راډیو ته وویل، د خیبر په درو تحصیلونو کې یې تر ۲۰۰ زیات دوکانونه تړلي دي.

د خیبر انتظامیې دا اقدامات پر داسې مهال کړي دي چې د پاکستان حکومت د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره ټولبند نرم کړی خو خلکو او کاروبارونو ته یې د یو لړ احتیاطونو امر کړی چې پکې د ماسک یا تمبوزک په مخ کول، په دوکانونو او بازارونو کې د ګڼې ګوڼې نه جوړول، د خلکو ترمنځ فاصله او په کاروباري ځایونو کې د صفایۍ انتظام شامل دي.

په عین حال کې د روغتیايي چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار ډاکتر ظفر مرزا پرون په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال د حکومتي سپارښتنو نه عملي کوونکو پر ضد د اقداماتو خبرداری ورکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG