د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا: اتلسم ترميم کې ګوتې وهل د پاکستان يووالي لپاره خطرناک دي


مولانا فضل الرحمن

د جمعیت علمای اسلام (ف) په بلنه ګڼ ګوندیزه غونډه کې په ايين کې د اتلسم ترميم، قامي‌مالياتي ايوارډ، کورونا وايرس په مبارزې او په بهر کې د ټول بند له وجې د پاتو پاکستاني وګړو په ستونزو خبرې شوې دي.

د جمعيت علما اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمن د جون په شپږمه په پېښور کې شوې دې غونډه کې وويل چې حکومت دې په اتلسم ترميم کې له لاس وهلو ډډه وکړي. د هغه په وېنا صوبو ته ډېر واک ورکوونکي دې ترميم کې بدلون به د هېواد د يووالي لپاره خطرناک وي.

د تحريک انصاف حکومت که څه هم په بيا بيا ويلي چې دوی په اتلسم ترميم کې د بدلون کوم اراده نه لري خو اپوزیشن ګوندونه وايي دوی ته د رسېدلو معلوماتو ترمخه وفاقي حکومت غواړي چې له آيينه د دې بدلون په ویستلو سره د مرکز واک اختيار زیات کړي.

مولانا فضل الرحمان په قامي مالياتي کمېشن ايوارډ هم خبرې وکړي. هغه په دې کمېشن کې د د وزیراعظم عمران خان د مالي چارو د سلاکار وراضافه کول وغندل او وې ويل: (( په اېن ايف سي اېوارډ کې د انتظممي حکم د لارې بدلون د منلو وړ نه دی. د اين اېف سي اېوارډ لپاره دې د بورډ ممبر د صوبې د ګورنر، حکومت او د حزب اختلاف په مشاورت وټاکل شي. د خزانې مشېر په دې کمېشن کې ورشاملول غېر آييني کار دی.))

په دې غونډه کې د قومي وطن ګوند، جماعت اسلامي، پیپلز ګوند، عوامي نېشنل ګوند، مسلم لیګ ن، پښتونخوا ملي عوامي ګونداو ځينو نورو ګوندونو مشرانو او غړو برخه درلوده.

د دې ګڼ ګوندیزې غونډې په شريک پرېکړه ليک کې د هغو پاکستانيانو په اړه هم اندېښنې ښودل شوي چې د کورونا وایرس له کبله د پروازونو د نه شتون له وجې په بهر هېوادونو کې پاتې دي. له حکومته غوښتنه وشوه چې د پېښور اواسلام اباد هوايي مېدانونه دې د پاکستان سرکاري هوايي کرښې (پي آيي اې) نه علاوه د نورو هوايي شرکتونو د پروازونو لپاره هم پرانيستل شي.

په دې ګڼ ګوندیزه غونډه کې وويل شول چې د مولانا فضل الرحمان، اسفندیار ولي خان، آفتاب احمد خان شېر پاو ، سراج الحق، د پېپلز ګوند صوبايي مشر همایون خان او د مسلم لیګ ن په مرتضی عباسي مشتمله یوه کمیټې به جوړوي چې په دې غونډه کې د شوو غوښتنه د پوره کېدو څارنه وکړي.

حکومتي چارواکو تردې دمه د حزب اختلاف ددې غونډي د نیوکو او غوښتنو په ځواب کې څه نه دي ویلي خو په عمومي ډول اپوزیشن ګوندونه په سیاست کولو تورنوي. د اطلاعاتو وفاقي وزیر شبلي فراز د جون په شپږمه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل مخالف سياستوال دې د کورونا وایرس سره د مبارزې به وخت حکومت ته د ستونزو جوړولو پر ځای مرسته وکړي.

حکومت دې اتلسم ترمیم نه چېړي: اپوزیشن
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:06 0:00

XS
SM
MD
LG