د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: د قبايلو سکولونو رغولو لپاره ۳ اربه روپۍ لګوو


د مومندو يو ماشوم د خپل ويجاړ شوي ښوونځي سره ولاړ دی
د مومندو يو ماشوم د خپل ويجاړ شوي ښوونځي سره ولاړ دی

چارواکي وايي د قبايلي ضلعو سرکاري سکولونو رغولو لپاره یې د ۳ اربه روپيوو لګولو مقصد دغه ښوونځي بيا د زده کړو لپاره برابرول دي. د دوی په وېنا له دغو پېسو څخه یې دیرش کروړه روپۍ خېبر ضلعې ته ورکړې دي.

د قبایلي ضلعو د تعلیم محکمې ایډیشنل ډایریکټر فرید خټک د جون په شپږمه مشال ريډیو ته وایی د دې پېسو په لګولو کې به د زده کوونکو د مور پلار او استادانو اتحادیې مشورې شاملې وي. (( دا روپۍ به په هره قبایلي ضلع او ایف آر کې سرکاري سکولونو ته ورکولې شي. په دې روپو به هلته د سکولونو چاردیواري او لیټرینونه جوړوي. زده کونکو لپاره به د څښلو پاکو اوبو بندوبست کوي، لوبو سامانونه به پرې اخلي او سولر سسټم به پرې لګوي.))

په خېبر کې ۱۵۰ سکولونه په جګړو کې وران شوي وو چې تر ۶۰ زیات مو بیا رغولي دي
د قبايلي سيمو د تعليم محکمه

د خېبر د تعلیم محکمې چارواکي وایی دغلته ټول ۶۶۱ سرکاري سکولونه موجود دي چې یو لک او اته زره ماشومان پکې سبقونه وایی.

دې محکمې د خپرو کړو شمېرو ترمخه، د بد امنۍ په وخت په خیبر کې له ۱۵۰ څخه زیات سرکاري سکولونه وران شوي وو چې له هغوی څخه له ۶۰ زیات رغول شوي او ځینې په خیمو کې شورو کړل شوي دي.

د جمرود غونډۍ سرکاري سکول یو استاز سرور اپریدي د جون په شپږمه مشال راډيو ته وويل هيله لري چې دا پېسې ضايع نه شي او په سمه توګه ولګي. هغه زیاته کړه چې حکومت بايد په خپلو اعلانونو او ژمنو عمل وکړي: (( مخکې به راته د سکولونو په مرمت کې مشکلات وو خو که اوس دا فنډونه د استادانو او زده کوونکو د مور پلار د شورا يا کونسل په مشوره خرڅې شې نو ګټه به يې ډېره وي.))

په قبايلي ضلعو کې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د پاکستاني پوځ په عملياتو او د وسله والو په جګړو کې ګڼ سکولونه وران شوي دي. اوسمهال د پوځ او حکومت ادعا ده چې د قبايلو ډېره برخه یې له وسله والو پاکه کړې نو ځکه پکې د بيا رغونې کارونه چټک شوي دي.

XS
SM
MD
LG