د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي خلک د بل ټولبند زغم نه لري


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي، هیواد یې د اقتصادي حالاتو او د بېوزله ولس د مشکلاتو له کبله د کورونا وایرس مخنیوي لپاره یو وارې بیا ټولبند نه شي زغملای.

نوموړي د جون پر پنځمه له رسنیو سره د خبرو پر مهال زیاته کړه چې باید د کورونا وایرس مخنیوي لپاره پر ایس او پيزیا احتیاطي تدابیرو عمل وکړل شي.

"زموږ ملک یو داسې حالت ته راغلی دی چې که د کورونا وایرس مخنیوي لپاره مو پر احتیاطي تدابیرو عمل وکړ نو زما پوره یقین دی چې موږ به د نړۍ نورو هېوادونو په څېر له خرابو حالاتو تېر نه شو. که موږ خلک په کمرو کې بند کړو او ټولبند وکړ نو هم دا وایرس به خورېږي. په نړی کې د ټولبند له وجې زیات تاوان غریبو ته رسیدلی دی. زموږ ملک نور ټولبند نه شې برداشت کولای. موږ سمارټ ټولبند وکړ خو بیا هم په ټیکس کې د اتو اربو روپو کمې راغی."

خو بیا ځینو ګوندونه او کارپوهان پر موجوده حکومت او وزیر اعظم عمران تور پورې کوي چې دوی د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د سمې پالیسۍ جوړولو صلاحیت نه لري.

که څه هم حکومت ماسکونه اچول لازمي ګرځولي او پر احتیاطي تدابیرو د عمل کولو لپاره یې هدایات ورکړي خو د مسلم لیګ (ن) ګوند غړي شهاب الدین خان د جون پر شپږمه مشال رېډیو ته وویل، چې د حکومت لخوا د کورونا وایرس مخنیوي لپاره پر احتیاطي تدابیرو سم عمل نه کېږي.

"زما په خیال په پاکستان کې ټولبند هډو شوی نه دی. داسې هېڅ پروګرام نه دی پاتې شوې چې لومړی د کورونا مخکې به کېده او اوس نه کېږي، جلسې جلوسونه او غونډې هر څه کېږي. حکومت په خپله هم پر ایس او پیز عمل نه کوي."

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ بیا وايي، د کورونا وایرس مخنیوي لپاره په ټولبند کې څو وارې د نرمۍ راوستو له وجې ولس دا مسله سنجیده وانخیسته او هم له وجې دا ناروغي په هېواد کې نوره هم خوره شوه.

"وزیر اعظم تراوسه داسې کومه فیصله کړې ده چې هغه د ولسونو، قومونو لپاره ګټوره ثابته شوې وي؟ وزیر اعظم کورونا غیر سنجیده اخیستې ده."

په پېښور کې خبریال مشتاق یوسفزی وايي، کورونا ناروغي یوه وبا ده او باید حکومت دا وخت د اقتصادي ستونزو پر ځای د خلکو ژوند بچ کولو ته زیات پام وکړي.

"له کله نه چې پاکستان کې دا کورونا وبا خوره شوې ده نو د لومړۍ ورځې حکومت د غفلت مظاهره وکړه او بغیر د څه منصوبه بندۍ د تفتان لاره یې خلاصه کړه. نو چې پاکستان ته دا وایرس خور شو نو حکومت بیا ولس ته هر څه پرېښوده او ولس پر احتیاطي تدابیرو عمل نه کوي."

په کوټه کې خبریال سید علي شاه بیا وايي چې په پاکستان کې په ولس کې اوس هم د کورونا وایرس خپرېدو په لړ کې د پوهاوي کمې دی او له ټولبند کولو سره به کورونا وایرس د ناروغانو شمېره لا نوره زیاته شي.

د کارپوهانو او د اپوزیشن ګوندونو د تورونو په اړه د پاکستان تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړي ساجد مومند مشال راډیو ته وویل چې حکومت د بې وزله ولس ستونزو او اقتصادي حالاتو ته په کتو د ټولبند یو وارې بیا نه عملي کولو پرېکړه کړې ده.

په پاکستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو راتللو وروسته حکومت د مارچ په نیمايي کې ټولبند عملي کړ خو شاخوا دوه میاشتې وروسته یې پکې په مرحله واره توګه نرمي راوسته.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG