د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیمور سلیم جګړا: راتلونکي بجټ کې زیاته پانګه روغتیا ته بیلوو


د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ودانۍ
د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ودانۍ

د خېبر پښتونخوا د خزانې وزیر تېمور سلیم جګړا وايي، د کورونا وبا له کبله، په راتلونکې بجټ کې به د صحت لپاره لویه پانګه ځانګړې کېږي او پر کاروباریانو به نوي ټېکسونه نه لګول کېږي.

د جون پر پنځمه په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال جګړا وویل:

"په موجوده وبايي حالاتو کې په امدن ډېر فرق پرېووځي او اضافي اخراجات به هم کېږي نو د کورونا وبا له کبله به دا یو نارمل بجټ خو نه وي خو دا ویلي شم چې تر ټولو زیات اهمیت به د صحت څانګې ته ورکول کېږي."

نوموړی وايي، د دې ترڅنګ به هغو شعبو ته هم زیاته پاملرنه کېږي چې پکې خلکو ته د کار روزګار مواقع پیدا کېږي.

خو بل لوري ته، په خیبر پښتونوخوا کې کاروباري ډله وايي چې کورونا وبا دوی ډېر اغیزمن کړي دي نو باید راتلونکې بجټ کې ورته پاملرنه وشي، ځکه چې د خیبر پښتونخوا صوبه که له یوې خوا ترهګرۍ، غربت او قدرتي افتونو په بېلا بېلو وختونو کې ځپلې ده نو بلخوا موجوده وخت کې کورونا وبا او لګیدلي ټولبندیز هم د دوی کاروبارونه خراب کړي دي.

د خیبر پښتونوخوا سوداګرو د اتحادیې مشر انجینر مقصود انور پروېز مشال راډیو ته وویل چې مرکزي حکومت لخوا د ملک تاجرانو لپاره ۳۰ اربه روپۍ اعلان شوې دي خو د خیبر پښتونخوا د تاجرانو برخه پکې نه شته.

د میرمنو سوداګرو د اتحادیې غړې شمامه ارباب وايي چې د صوبې او هیواد تاجران ښه وي نو په ملک کې به روزګار هم وي، حکومت ته به ټیکس هم ملاوېږي، روزګارونه به هم وي او د ملک معیشت به هم په پرمختګ وي نو باید دوی له ځان سره د منصوبو جوړولو په وخت صلاح کې شامل کړل شي.

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ سپیکر مشتاق احمد غني د صوبايي اسمبلۍ بجټ اجلاس د جون میاشتې پر ۱۹مه نېټه رابللی دی او د حکومتي او مخالفو ډلو سیاسي مشرانو سره یې لیده کاته هم کړې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG