د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور ژوبڼ کې ژوي ولې مري؟ مدني فعالان یې پوښتنه کوي


انځور له ارشیفه

په پېښور کې د مدني فعالانو یوې ډلې پر لیکه (انلاین) ډول د پېښور ژوبڼ خلاف یو درخواست جمع کړی دی او وايي چې په راتلونکو څو ورځو کې به عدالت ته هم ځي.

دا تر هغې وروسته ده چې د روان کال په مې میاشت کې د پېښور په ژوبڼ کې له افریقې وروړل شوې یوه زرافه مړه شوه.

د ښار د مدني فعالانو دغه ډله هلته د موجودو ځناورو په اړه اندېښنه لري او وايي چې د ناسم انتظام او ماحول له امله هلته یوشمېر نایاب ځناور مړه کېږي.

د یادې ډلې وکیل، خان علي ګوهر دارني د جون پر پنځمه مشال راډیو ته وویل چې په یوه اوونۍ کې دننه به په عدالت کې د زوبڼ خلاف درخواست جمع کړل شي.

"د پېښور مدني ټولنې ځيني غړي زما په توسط سره په پېښور های کورټ کې دا درخواست جمع کوي. ان لاین درخواست شوی دی، خو په عدالت کې لا پاتې دی چې په یوه اوونۍ کې دننه به یې جمع کړو. زموږ مدعا دا ده چې های کورټ دې دغه ستونزې ته وګوري چې ولې د پېښور چریاګر ته ځنګلي ځناور چې له نورو سیمو راوستل شي نو هغه ولې مړه شي. زرافه راوړل شوه په شاو خوا ۳۵ لکو روپو او هغه په څو میاشتو کې مړه شوه. نو پېښور های کورټ دې وګوري چې په کومه طریقه دا ژوبڼ چلېږي نو ایا دوی ته اجازت پکار دې چې کار دې روان وساتي؟ یا دې های کورټ دوی ته امر وکړي چې خپل معېار له نړیوالو هغو سره سم برابر کړي. لکه چیتا یا پړانګ راوستل شو او هغه مړ شو. دا خو نایاب ځناور دی. د هغې مړینه لوی خبره ده. په دې سره په نړیواله توګه د ملک بدنامي هم کېږي".

د پېښور ژوبڼ
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:20 0:00

د پېښور معصومه شاه وار له مخې پر انټرنیټ د ټولنې درخواستونو پر یوه ویبپاڼه "اواز ډاټ اورګ" باندې د پېښور زوبڼ د تړلو او پر ځای يې د ځناورو مرستې او علاج یو مرکز او روغتون د پرانیستو درخواست جمع کړی دی. د جون تر پنځمې په دغه درخواست ۳۴۱ کسانو لاس لیکونه کړي دي.

تر دې وړاندې د روان کال د مې پر ۲۱مه اسلام اباد های کورټ په یوه فیصله کې په مرغزار چړیاګر کې د کوان په نوم د یو هاتي د خوشې کولو امر وکړ.

د دغه هاتي لپاره هم د مدني فعالانو یوې ډلې درخواست جمع کړی و چې پکې له هاتي سره د ناروا سلوک تور لګول شوی و.

د کوان خوشې کولو لپاره په انلاین بڼه تر ۲۸۰۰۰۰ زیاتو کسانو دستخطې کړې وې.

په عدالتي امر کې ویل شوي وو چې کوان دې د سري لنکا ځنګلو ته ولېږل شي.

پېښور ژوبڼ د ۲۰۱۸م کال د فبرورۍ پر ۲۲مه د تحریک انصاف حکومت پر مهال پرانستل شو. د هغه وخت د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پرویز خټک یې افتتاح کړې وه.

د ژوبڼ پراجیکټ ډایریکټر افتخار الزمان مشال راډیو ته وویل، د چړیاګر د جوړولو کار په ۲۰۱۶م کې پیل شو چې اوس یې هم په یوه برخه کار روان دی. نوموړي وویل چې په ژوبڼ کې یې قسم قسم ځناور او مارغان ساتلي دي:

"په دې کې له موږ سره ځینې ځايي ځناور دي او ځینې مو له بهره راوړي دي. د ځناورو شمېر خو ډېر دی. خو موږ سره ۲۶ ممالیا دي او ځینې یې غوښه خوړونکي هم دي. دغه شان تر ۵۰ زیات پکې مارغان دي. له بهره راوړل شویو ځناورو کې زیبرا، زرافه، د هوسۍ یو قسم اوریکس او سانبار ډییر، ځانګړي اوښان او زمری دي چې موږ یې لرو".

په بیالوجي کې ممالیا هغه ځناورو ته ویل کېږي چې بچي زېږوي، هغوی ته خپل شوده ورکوي او پر وجود یې ویښته وي.

د چاپیریال ساتنې غیرحکومتي ادارې بنسټګر او د "کلین اینډ ګرین پشاور" په نوم د مدني ټولنې یو غړی ډاکټر عادل ظریف وايي، د دغو ځناورو لپاره یو ځانګړی ماحول پکار وي چې هغوی ته نه ملاوېږي نو پکار ده چې د سیاست پر ځای د دغو ځناورو حقونو خیال وساتل شي:

"دا یو سیاسي حربه وه چې خلک خوشاله کړل شي. خو موږ ډېره واضحه خبره کړې وه چې د ساینسي او نړیوالو کنوینشنونو کې ویل شوي چې دا ځناور نور بندول نه دي پکار. دوی ته خپل طبعي ماحول پکار وي. دا چې کله دوی بند شي نو ورباندې ډېر بد اثرات پریوځي. پر ځناورو ډېر فشار وي او بل دا چې د پېښور موسم هم ډېر ګرم دی. بندو پنجرو کې ساتل له هغوی سره ظلم دی. موږ اول هم ویلي وو چې دا به مړه کېږي او د چړیاګر عمله یې مهارت نه لري. دا د ځناورو او ماحول سره ظلم دی او زموږ د ټیکس پیسې یې بې له پلاننګ بې ځایه خرچ کړي دي. زه وایم چې دا بالکل بندول پکار دي دا دې واپس خپلو ځایونو ته ورسول شي".

خو د ژوبڼ پراجیکټ ډایریکټر افتخار الزمان دغه تورونه رد کړل چې د ځناورو لپاره ماحول سم نه دی نو ځکه هغوی مړه کېږي. نوموړي وویل په ژوبڼ کې ځناور خوشحاله دي:

"د نړۍ په ټولو چریاګرو کې د ځناورو پیدایش او مړینه دواړه کېږي. د انسانانو برعکس ځناور تاسو ته نه شي ویلې چې څه تکلیف لري. په دا ورستیو کې یوازې یوه زرافه مړه شوې ده، نور پکې نه دي مړه شوي. زرافې د ۲۰۱۸م کال په اخره کې راغلی وې. په ټول پاکستان کې ۲۵ ځناور راغلي وو چې زموږ هم پکې شامل وو. یوازې زموږ هغه پاتې شو باقي ټول مړه شول. که تاسو تېرو څلورو پنځو کلونو ته وګورئ نو په ټول پاکستان کې په حکومتي او شخصي چړیاګرو کې ۴۶ ځناور راغلي وو چې ډېر پکې مړه شو ځکه چې دا ډېر نازک وي. یوازې په پاکستان کې نه بلکې د نړۍ په ډېرو پرمخ تللو هیوادونو کې په ډېرو ښو چړیاګرو کې په تېرو دریو کلونو کې د زرافو مړینه زیاته شوې ده. زموږ زرافه د یو وایرس له امله مړه شوه. خو که د سازګار ماحول خبره تاسو کوئ نو د هغې یوه لوی نښه دا وي چې له بهره راغلي ځناور ځان داسې بلد کړي چې دلته بچي ورکړي. زموږ چې څومره هم ځناور راغلي دي د هغوی ټولو بچي شوي دي. په تېرو څلورو میاشتو کې زموږ ۱۶-۱۷ نوي بچي پیدا شوي دي. د دې دا مانا ده چې ځناور په دغه ماحول کې خوشحاله دي".

نوموړي زیاته کړه چې د زوبڼ ټولې عملې ته روزنه هم ورکړل شوې ده.

په پېښور ژوبڼ کې تر زرافې مخکې یوشمېر نور ژوي هم مړه شوي دي چې پکې شادو، زمری، مارغان او ځینې نور ځناور شامل دي.

په پاکستان کې د ځناورو د خونديتوب لپاره وار له مخه قوانین موجود دي.

خان علي ګوهر وايي، له ځناورو سره د ظلم مخنيوي ایکټ ۱۸۹۰، د خیبر پښتونخوا د ځناورو د تحفظ، ساتنې او نظم ایکټ ۲۰۱۵، او د ځنګلي ځناورو یا وایلډ لایف ارډننس ۱۹۷۹م لاندې دغه درخواست په پېښور های کورټ کې جمع کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG