د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پېښور پرځای خپل دفترونه په خیبر کې غواړو'


 انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د خیبر اوسېدونکي وایي د دوی اکثره سرکاري محکمې او دفترونه له ډېر پخوا راهیسې په پېښور ښار کې موجود دي او دوی ورته په اسانه تګ راتګ نه شي کولای.

یو فعال منظور اپرېدی مشال راډیو ته وایي، د پخواني اېف سي ار نظام د وخت پولیټکل اېجنټ دفتر په پېښور صدر کې جوړ شوی دی او اوس پکې په دې ضلعې نظام کې ډپټي کمشنر کښېني خو پکار ده د دې په ګډون دې ټول سرکاري دفترونه خیبر ته راوړل شي.

نوموړي زیاتوي، ''ډپټي کمشنر دفتر ډېر مهم دی او خلکو ورسره ډېر کارونه تړلي وي خو له بده مرغه پېښور ته ورځي، زموږ عدالت، سي اینډ ډبلیو، پبلک هیلت او داسې نورې محکمې ټولې په پیښور کې دي، یو تن د شلمان، لنډي کوتل او تیرا نه چې ورځي نو په لار د یوشمېر چیک پوسټونو تیرېږي او ډېره کرایه یې خرچ کېږي.''

د جمرود فیض الله جان کوک خیل وایي: "د خیبر یوشمېر دفترونه د پېښور په حساسو ځایونو کې دي او هلته ورتلل ډېر مشکل کار دی، چې د لرې پرتو سیمو خلک هلته ورسي نو د دفتر وخت ترې تیرې شوې وي او بغیر له کاره بیا کورونو ته ستنېږي، اوس فاټا په خیبر پښتونخوا کې ورګډه شوې او وزیر اعلا او ګورنر دې د دغې ستونزې نوټس واخلي او دا دفترونه دې دلته خیبر ته راوړي."

له خیبره د صوبايي اسمبلۍ غړی او د ضلعي پرمختیا مشوراتي کمېټۍ چیېرمېن محمد شفیق اپرېدی وایي: "د خیبر سرکاري محکمو او دفترونو لپاره په جمرود شاکڅ کې۵۰۰ کناله زمکه اخیستل شوې او چې ودانۍ یې تیارې شي نو دا به ورته راوړل شي، هلته څلور منصوبې منظورې شوي ډسټرکټ کمپلیکس، تحصیل کمپلیکس، جوډیشل کمپلیکس پکې شامل دي، افسرانو لپاره پکې د استوګنې ځایونه هم جوړېږي، او په لومړۍ مرحله کې ۱۱ محکمو راوړلو لپاره کار روان دی."

دوی زیاته کړه چې قبایلي ضلعو ته اوس تحصیل میونسیپل ایډمنسټریشن، ریسکیو ۱۱۲۲و بلدیات او داسې نورې محکمې هم غځېدلې دي او د دې ټول دفترونه به خپلو خپلو ضلعو کې جوړېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG