د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال دې د داعش ډلې پرضد جګړه ګړندۍ کړي: پامپیو


د امریکا بهر نیو چارو وزیر مایک پامپيو
د امریکا بهر نیو چارو وزیر مایک پامپيو

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د داعش پرضد د نړیوال ایتلاف له مشرانو غوښتي چې د اسلامي دولت سختدريځې ډلې د پرمختګ د مخنیوي لپاره دې مالي مرستې زیاتې او د دې ډلې پرضد دې جګړه ګړندۍ کړي.

د جون پر څلورمه نېټه امریکا او ايټالیا د نړیوال ایتلاف هېوادونو د غونډې مشري وکړه چې تمرکز یې د داعش ډلې پرضد پر جګړه وو. دا غونډه د ویډيو کنفرانس له لارې جوړه شوه.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو دې غونډې ته وویل چې د داعش پرضد د امریکا جګړه دوام لري. دا تر هغې وروسته ده چې داعش وسله ‌والې ډلې په کابل کې پر جومات د سې شنبې ورځې د حملې مسولیت منلی دی.

په هغه حمله کې د جومات د ملا مولوي ایاز نیازي په ګډون دوه کسان ووژل شول او اته نور ټپيان شول.

داعش ډلې پر خپله وېبپاڼه د جون پر څلورمه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې د جومات ملا یې ځکه په نښه کړ چې د افغان حکومت ملاتړ يې کاوه.

ملا ایاز نیازی د جون پر څلورمه د همدې جومات په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.

د ډاکتر نیازي د جنازې په مراسمو کې د زرګونه خلکو ګډون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00

امریکا تېره میاشت په کابل کې پر یوه زېږنتون د حملې مسوله داعش ډله وبلله او ویې‌ ویل چې دا ډله د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پروسه اغېزمنول غواړي.

مایک پامپیو د جون پر څلورمه غونډې ته په خبرو کې په کابل کې پر زېږنتون حملې ته په اشاره وویل: "موږ باید د داعش ډلې ریښې وباسو او په عراق او سوریه کې له ازادو شویو سیمو سره مرسته وکړو. موږ ټول پوهېږو داعش د خپلې ترهګرۍ لپاره هېڅ پولې نه ‌ویني. تېره میاشت دې ډلې په افغانستان کې پر یوه زېږنتون په حمله کې ټول‌وژنه وکړه. په روغتون کې يې تر ټولو بې‌وسه کسان، حامله ښځې او نوي زېږېدلي کوچنیان په نښه کړل. دا د داعش ډلې د حملو پخوانۍ طریقه ده."

تېر کال د امریکا په یوه حمله کې د داعش ډلې مشر ابو بکر البغدادي ووژل شو او له هغه وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې ډلې پر وړاندې بریا اعلان کړه. مخکې دې ډلې په سوریه او عراق کې پراخې سیمې تر خپل کنټرول لاندې درلودې.

د جون د څلورمې تر غونډې وروسته مایک پومپیو پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې امریکا او ۸۱ متحد هېوادونه‌یې په بشپړه توګه د داعش ډلې ماتولو ته ژمن دي.

په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه په کابل کې د داعش ډلې حملې زیاتې شوي دي چې ملکیان، رسنۍ او اقلیت شیعه وګړي يې هدف ګرځولي.

د سې شنبې په ورځ د جومات تر حملې مخکې د تېرې یکشنبې په ورځ داعش ډلې په کابل کې د سړک غاړې ته د ايښودل شوي ماین چاودنې مسؤلیت هم منلی وو.

په دې چاودنه کې چې د یوې ټلوېزیوني شبکې پر بس وشوه، د ټلوېزیون دوه کارکوونکي ووژل شول او څلور نور يې ټپيان شول.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG