د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: له ډرایورانو د بډو اخیستو په تور ۱۷ پولیس له دندو ګوښه


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د خیبر پولیسو ضلعې مشر له دفتره خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د پېښور او تورخم ترمنځ د خیبر درې پر لار پر چیک پوسټونو باندې ګومارلو پولیسو پرضد کاروایی کړې او د رشوتونو اخیستو په تور یې ۱۷ تنه پولیس له خپلو دندو ګوښه کړي دي او ۵۰ تنه یی معطل کړي دي.

دوی منلې چې له تخته بېګ چیک پوسټه تر تورخمه یې افغانستان ته له مال وړونکو ډرایورانو غیر قانوني روپۍ اخیستې او بې ځایهیې ځورولي دي.

د خیبر ټرانسپورټ اتحادې مشر یوسف خان اپرېدي د پولیسو پرضد د کارروایي ستاینه کړې خو زیاتوي چې دا ستونزه باید د تل لپاره هواره کړل شي. له مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي ادعا وکړه چې پولیس له یو یو ګاډي نه پینځلس او یا هم اتلس زره روپۍ بډې اخیستي دي. ګاډي د روپور لپاره ایساروي او څو څو هفتې پر تخته بېګ چیک پوسټ ولاړ وي.

د خیبر پر لار افغانستان ته مال وړونکې یو ډرایور اختر امین شینواری بیا ادعا کوي چېپه خیبر کې یې تر دوو میاشتو ایسار کړی وو خو چې د کراچۍ څخه دوه میاشتې پس کوم ګاډي راورسېدل، هغه یې په روپو ورکولو پرېښودل او تر دوی مخکې به مخکې تورخم ته روان شول.

اختر امین شینواري هم د پولیسو مشر مننه وکړه.

چارواکي وایي، د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې تورخم دروازه د مارچ په ۱۶ نېټه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې وه خو د مې په ۱۶ مه نېټه یې بیا د ۲۴ ساعته تجارت لپاره خلاصه کړې ده خو په پاکستان کې ایسار کړل شوي افغان وګړي پرې یوازې د خالي په ورځ افغانستان ته اوښتلای شي.

ټرانسپورټران او سوداګر وایي د کورونا وبا موجوده صورتحال او په تورخم کې د انتظامي ګډوډیو له لاسه د پاکستان او افغانستان ترمنځ په دوه اړخیزه تجارت ډير اثر شوې، دوی زیاتوي پخوا به د ورځې څه د پاسه ۸۰۰ ګاډي پرې افغانستان ته تلل خو اوس یوازې د ورځې سل ګاډي پرې اوړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG