د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: د جورج فلویډ مفدمه کې درې نور پولیس ګرفتار


ارشیف
ارشیف

د امريکا په مينوسوټا کې د لوی څارنوال دفتر ويلي چې د يوه تورپوستي کس د وژنې په تړاو يې د درېوو نورو پولیس افسرانو د نيولو حکم ورکړی دی.

تر دې مخکې يو پوليس افسر ډيريک شووان چې د مړ شوي تن، جارج فلويډ په مرۍ يې پښه ايښي او د هغه سا بنده کړې وه، نیول شوی دی.

لوی څارنوال کېت ايلیسن د جون په درېمه وويل چې دغه پوليس افسران یې په رسمي توګه د يو تن په وژلو او يا هم په وژلو کې په مرستې تورن کړي دي.

هغه خلکو چې د مې په ۲۵مه د جارج فلويډ تر مرګ وروسته يې په ټوله امريکا کې مظاهرې پېل کړي دي، د مينوسوټا د لوی څارنوال دا کار ستايلی دی خو په اتمه شپه یې هم احتجاج ته دوام ورکړی دی.

دوی له حکومته غواړي چې د پوليسو د زور زياتي مخه ونيسي. مظاهره چيانو په ځينو ځايونو کې موټرونو ته اور اچولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG