د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د معاصر افغانستان د بنسټګر احمد شاه ابدالي ۲۴۸م تلين دی


احمد شاه بابا
احمد شاه بابا

نن د ۲۰۲۰م کال د جون پر درېيمه (د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي پر ۱۴مه) د اوسني افغانستان د بنسټګر احمد شاه ابدالي ۲۴۸م تلين دی. هغه په ۱۷۲۲م کال کې د هرات د حکمران زمان خان ابدالي او مېرمن زرغونې په کور [هرات] کې وزېږېدی.

د تاريخ په کتابونو کې ليکل شوي چې په ۱۷۴۷م کال کې د بېلا بېلو افغان قبيلو مشرانو د کندهار په شير سرخ بابا زيارت کې اته ورځې ملي جرګه وکړه خو ونه توانېدل چې په متفقه توګه د افغانانو لپاره له خپل منځه يو پاچا وټاکي. وروسته د جرګې پر نهمه ورځ صوفي دروېش، صابر شاه، پر احمد خان لاس کښېښودی او ويې ويل چې خدای پاک احمد خان په تاسو ټولو کې ستر او شريف پیدا کړی دی او په ده کې د رهبرۍ جوهر شته.

له دې وينا سره سم هغه له نږدې کروندې څخه د غنمو وږي راواخيستل او د احمد خان په لنګوټه کې يې د تاج په توګه وټومبل او وې ويل چې دا ستا تاج شو. د جرګې نورو غړو د احمد خان ابدالي کورني شاليد، د هغه وړتيا او پوهې او همدا ډول د دروېش صابرشاه نظر په پام کي نيولو سره، هغه ته د افغانانو د مشرتابه مسوليت وسپاری. دا ډول احمد خان ابدالي په ۲۵ کلنۍ کې د احمد شاه دراني په نامه د افغانانو رهبري پر غاړه واخيسته.

په کاناډا کې مېشت افغان ليکوال او څېړونکی محمد معصوم هوتک وايي چې د احمد شاه بابا يوه تر ټولو لويه کارنامه ملت جوړونه ده.

"د پاچاهي تر لاسه کولو سره سم د احمد شاه بابا لويه هڅه د ملت او دولت جوړونې وه. پخوا هم په دغه سيمه کې پښتنو خورې ورې هڅې کړې وې. روښاني حرکت و، د خوشحال خان حرکت و، د ميروېس خان حرکت و، لاکن هغوی نتيجې ته نه وه رسېدلي يا نيمه خوا شوي وه. احمد شاه بابا خپل لومړی هدف دا وټاکه چې پر دغه سيمه باندې د دغو ولسونو لپاره په منظم ډول له برنامو او تشکيلاتو سره سم يو دولت رامنځ ته کړي او په هغه کې بريالی شو."

احمد شاه بابا افغانان پر يو مرکز راغونډ کړل او د هغوی تر منځ يې ولسي او ملي تګلاره خپله کړه. هغه د بېلا بېلو قبيلو خانان او مشران متحد کړل. دا ډول يې افغانان يو خوا د پرديو له ستمه وژغورل او بلخوا يې د خپل واک څښتنان کړل.

معصوم هوتک زياتوي چې احمد شاه بابا په داسې وخت کې د افغانانو خورې ورې قبيلې را يوځای کړې چې د نړۍ په نورو پرمختلليو هېوادونو کې لا هم دا ډول هڅې په لومړني حالت کې وې.

"هغه وخت د اوسېدونکو اقوامو له قبيلويت څخه د را ايستلو هڅې وې چې دوی د يو ملت په حيث باندې سره راجمع شي. نو احمد شاه بابا د دې لپاره اساس کښېښودی. په دغه وخت کې په افغانستان کې خو پرېږده، حتا په امريکا کې د يو منظم دولت د جوړېدو هڅې هم په شروع حالت کې وې، خو احمد شاه بابا دا مرکزي دولت جوړ کړ."

د احمد شاه بابا په پاچا کېدو سره د افغانانو قوت او قدرت په ډېرې چټکۍ سره پراخ شو. د هغه د واک دايره يا غلبه د ايران له لوېديځه نيولې بيا د هندوستان تر سرهنده او له امو سينده نيولې بيا تر بحرِهنده غځېدلې وه. خو پر دومره مصروفياتو سربېره هم هغه له علم او قلم سره خپله اړيکه پرې نه کړه.

په امريکا کې مېشت ليکوال او شاعر عبدالباري جهاني وايي چې د احمد شاه بابا له اشعارو ښکاري چې هغه د فارسي ادبياتو او ديني علومو زياته مطالعه کړې وه.

"د احمد شاه بابا شاعري د يو معلم يا پلار شاعري ده، اخلاقي شاعري ده. زما عقيده دا ده چې دی په ډېره ځواني کې د پوزې په سرطان اخته شو او دی پوهېدی چې له دې رنځ څخه نه جوړېږي ځکه چې د هند او افغانستان طبيبان ورباندې ستړي شوي وو، نو په دا خاطر د ده په اشعارو کې د بېلتون کليمه ډېره زياته ده. ما د بل هېڅ شاعر په اشعارو کې د بېلتون دومره زياته کليمه نه ده ليدلې."

احمد شاه بابا د يو غوره منتظم په حيث داخلي تشکيلات سم کړه او عسکري، اداري، علمي او مدني اصلاحات او جوړښتونه يې رامنځ ته کړه. جهاني زياتوي چې هغه هرې برخې ته پاملرنه کړې او په هغو برخو کې يې اقدام هم کړی و.

"احمد شاه بابا هم د توري سړی و او هم د قلم سړی و. دی چونکې يو پاچا و. له ده سره د مملکت غم و. په مملکت کې مالي، نظامي او علمي چاري راځي. نو احمد شاه بابا هرې برخې ته توجه کړې وه. هغه که يو خوا جنرالۍ ته توجه کړې وه نو بلخوا يې علم و ادب، قومي اختلافاتو، کانالايزېشن او ښار جوړولو ته هم توجه کړې وه او په هره برخه کې يې اقدام هم کړی و."

احمد شاه بابا له خپلې خاورې او وطن سره ډېره مينه لرل. بلخوا هغه غوښتل چې د نورو لويو سيمو له تخت نيولو وروسته هلته پاتې نه شي بلکې د خپل ملي قوت مرکز افغانستان ته راستون شي. احمد شاه بابا په ۵۰ کلنۍ کې د ۱۷۷۲م کال د جون پر درېيمه د کندهار د سلېمان/توبې غرونو په لمن کې د سرطان ناروغۍ له امله ساه ورکړه او له وصيت سره سم د کندهار ښار په مرکز کې خاورو ته وسپارل شو چې پر مزار يې يوه لويه ګنبده جوړه شوې ده.

د احمد شاه بابا د دربار مورخ محمودالحسېني او افغان مورخ عزيزالدين وکيلي پوپلزي په خپلو کتابونو کې د هغه د مړينې نېټه د ۱۱۸۶ هجري قمري کال د ربيع الاول دويمه ياده کړې چې د ۱۷۷۲م کال د جون له درېيمې (د ۱۱۵۱ هجري شمسي کال د غبرګولي له ۱۴مې) سره سمون خوري. ليکوال او محقق علامه عبدالشکور رشاد په خپل کتاب "د پاني پت قهرمان"، نامتو انګرېز مورخ ماونټسټوارټ ايلفينسټن په خپل کتاب "د کابل سلطنت"، انګرېز مورخ کرنل جارج بروس مېليسن په خپل کتاب "د افغانستان تاريخ"، او يو بل انګرېز ژبپوه مېجر هېنري جارج راورټي په خپل کتاب "د افغانانو شاعري" کې هم د احمد شاه بابا د مړينې نېټه د ۱۷۷۲م کال د جون درېيمه ذکر کړې ده. خو هندوستاني ليکوال پوهاند ګنډاسينګ ښايي د احمد شاه بابا د مړينې د نېټې په اړه کره معلوماتو ته لاسرسی نه وي پیدا کړی نو له دې امله يې د هغه د مړينې نېټه ۱۶/۱۷ اکتوبر ۱۷۷۲م ليکلې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG