د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ له سیند خکومته د خبریال ډینیل پرل ټول ریکارډ غوښتی


امريکايي خبريال ډېنيېل پرل
امريکايي خبريال ډېنيېل پرل

پاکستان سپريم کورټ د سيند حکومت ته حکم کړی چې د وژل شوي امريکايي خبريال ډېنيل پرل په مقدمه کې دې ټول ريکارډ وړاندې کړي.

سيند حکومت د سيند های کورټ د اپرېل پر دوهمه ورکړې هغه فيصله په سپريم کورټ کې چېلنج کړې چې له مخې يې د ډېنېل پرل په وژنه کې ککړ د عمر سعيد شيخ د عمري بند سزا په اوه کاله بند اړولې وه او درې نور کسان يې خوشي کړي ول.

په پنځو ججانو مشتمل د سپريم کورټ ججانو د جون پر لومړۍ نېټه د اورېدنې پر مهال د سيند حکومت وکيل ته وويل، دوی چې کومې قانوني نکتې راپورته کړي او کوم دستاويزونه يې وړاندې کړي هغه نيمګړي دي. عدالت حکم ورکړ چې د جون ۱۵مې په اورېدنه کې دې پوره رېکارډ وړاندې کړل شي.

د وال سټريټ جورنال خبريال ډېنېل پرل په په ۲۰۰۲ ز کال کې په کراچۍ کې د تښتونې وروسته وژل شوي وو. پوليسو په دې تور له القاعده سره تړاو لرونکی عمر سعيد شيخ او درې نور کسان نيولي ول. وروسته د کراچۍ ترهګرۍ يو عدالت تورن کسان په مجرم ګرځولو سره سزا کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG