د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي، ایران او بیت المقدس جوماتونه پرانېزي


سعودي، ترکیې او بیت المقدس کې جوماتونه پرانیستل شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:22 0:00

د سعودي عرب، ایران او بیت المقدس چارواکو، د کورونا وایرس د خپرېدو د وېرې باوجود د جوماتونو د پرانېستو پرېکړه کړېده.

په سعودي عرب کې له څه باندې دوو میاشتو وروسته په اول وار په زرګونو جماتونه پرانېستل شول خو لمونځ کوونکیو ته د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د سختو احتیاطي تدابیرو هدایات ورکړل شوي دي. البته کعبه شریفه لا هم د عامو خلکو لپاره بنده ده.

په بېت المقدس کې د اقصا جومات چې په مارچ کې تړل شوی وو، یو وارې بیا پرانېستل شوی دی.

هلته د ایران ولسمشر حسن روحاني هم ویلي چې، په جوماتونو کې به یو وارې بیا د لمونځونو اجازه ورکوي.

په داسې حال کې چې په هغه هېواد کې د کورونا ناروغانو شمېر په زیاتېدو دی، روحاني د مې په ۳۰مه وویل چې په ټول هېواد کې به جوماتونه د لمونځ کوونکیو په وړاندې خلاص وي خو ویلي یې دي چې خلک دې د روغتیا لپاره احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.

نوموړي د کورونا وایرس د مخنیوي په اقداماتو کې د نرمۍ نېټه نه ده ورکړې.

په ایران کې د رسمي شمېرو ترمخه کورنا وایرس نږدې ۱۵۰ زره کسان ناروغه کړي او له ۷۷۰۰ څخه زیات یې مړه کړي دي خو اصلي شمېرې له دې زیاتې هم کېدی شي. په هغه هیواد کې چارواکي د یاد وایرس د مخنیوي په اقداماتو کې په مرحله واره توګه نرمي کوي.

دا نوي اقدامات په داسې حال کې کېږي چې د سعودي عرب په شمول د نړۍ نور هېوادونه هم د څو میاشتو ټولبند وروسته په محدودیتیونو کې په مرحله واره توګه نرمي کوي.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG