د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې د شخصي سکولونو د پرانېستو غوښتنه وشوه


د خیبر ضلعې یو سکول
د خیبر ضلعې یو سکول

د خیبر ضلعې د باړې سیمې د شخصي تعلیمي ادارو مالکان له حکومته غوښتنه کوي چې د جون له لومړۍ نېټې څخه دې د سکولونو د پرانېستلو اجازه ورکړل شي.

هغوی وايي، که له یوې خوا د زده کوونکیو تعلیمي کال ضایع کېږي نو له بلې خوا د سکولونو مالکان هم د معاشي ستونزو سره مخ کېږي.

د مې په ۳۰مه له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د افریدي ایجوکېشن سېسټم مشر محمد جمیل افریدي وویل:

"د یخو سیمو سکولونه له تېر دسمبر نه او د ګرمو سیمو سکولونه له مارچ میاشتې راهېسې بند دي. دلته په خیبر کې انټرنیټ هم نشته چې ماشومانو ته ان لاین زده کړې ورکړو. ګڼ استادان بې روزګاره شوي او حکومت هم څه ډول مرسته نه کوي."

نوموړي وړاندې وویل، که حکومت اجازه ورکړي نو هغوی چمتو دي چې د کورونا د مخنیوي لپاره د لازمو اقداماتو په کولو سره ماشومانو ته د زده کړو لارې برابرې کړي.

د باړې د شخصي سکولونو د اتحادیې مشر ګل ولي افریدی وايي، هغوی د کورونا وایرس نه د ماشومانو د ساتنې لپاره انتظامات سنجولې دي.

"موږ کولی شو چې د سکول د هر کلاس نیمايي ماشومان په یوه او نیمايي نور یې بیا په بله ورځ راوغواړو. همدا رنګه مضمونونه ورته کمولی شو. ماشومان به یوه ورځ سکول ته راځي او په بله ورځ به په کور کې درس وايي. خو د ماشومانو کورنۍ باید فیسونه راوړي چې د استادانو تنخاګانې ورکړو."

پاکستان د مارچ له ۱۵مې سکولونه تړلي
پاکستان د مارچ له ۱۵مې سکولونه تړلي

د پاکستان حکومت وروسته له هغې چې د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې د کورونا وایرس له وجې سکولونه وتړل شول، د مارچ له ۱۵مې راهېسې سکولونه تړلي دي او دا یې هم ویلي چې د جولای تر ۱۵مې به یې نه پرانېزي.

د باړې مرستیال کمېشنر نیک محمد بنګش د مې پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل د صوبايي او مرکزي حکومت د سپارښتنو په رڼا کې به د سکولونو د پرانیستلو په اړه اقدامات کوي:

«حکومت ویلي چې د جولای تر ۱۵مې به سکولونه بند وي، اوس چې څوک له دې سرغړونه کوي، موږ به یې پر ضد اقدامات کوو.»

نوموړی وايي، چې کله هم صوبايي او مرکزي حکومت د سکولونو د پرانېستلو امر وکړ نو هغوی به سکولونه پرانېزي.

د باړې د شخصي سکولونو اتحادیه وايي، هلته ۱۲۲ شخصي سکولونه دي چې پکې له ۴۸۰۰۰ زیات ماشومان داخل دي او دوه زره ښوونکې پکې ماشومانو ته درس ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG