د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د ښځینه بندیانو په اړه کمېټۍ اعلان کړی ده 


د پاکستان وزیراعظم عمران خان
د پاکستان وزیراعظم عمران خان

پېښور - د پاکستان وزیراعظم عمران خان په بندي خانو کې د ښځینه قیدیانو د صورتحال معلومولو لپاره یوه کمیټۍ جوړه کړې ده.

د وزیراعظم د دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې دا کمیټي به په جیلونو کې د ښځینه بندیانو شمیره او د هغوی د مقدمو په اړه معلومات راغونډوي.

د بیان له مخې دا کمیټۍ به د بشري حقونو وزیرې، د کورنیو چارو وزارت سیکرټري، د جیلونو چارواکيو او له ځینو نورو کسانو جوړه وي او دا به په څلورو میاشتو کې خپل راپور جمع کوي.

د خیبر پښتونخوا د جیلونو د چارو لپاره مرستیال سیکرټري تاج محمد د مې پر ۳۰ مه مشال راډیو ته وویل چې دوی ته د چارواکو لخوا ویل شوي چې د جیلونو په اړه معلومات د کمیټۍ له غړیو سره شریک کړي.

جسټیس پراجیکټ پاکستان نوموي ادارې لخوا مشال راډيو ته په رالیږل شوې یو راپور کې ویل شوي چې د پاکستان په ۱۱۵ بندي خانو کې شاوخوا ۷۳۲۴۲ قیدیان دي چې پکې د ښځو شمیره ۱۱۰۸ ده.

رپورټ زیاتوي چې د خیبر پښتونخوا په جیلونو کې په ۱۰۷۹۴ قیدیانو کې بیا شاوخوا ۱۶۰ ښځې دي.

د بشري حقونو مبارز او وکیل شهاب الدین خټک وايي، په بندي خانو کې د ښځینه قیدیانو حالت د انديښنې وړ دی.

ده وویل ، “قیدیانو ته د صحت سهولیات نیشته، مقدمې یې دغسې پرتې دي. د پښتونخوا په جیلونو کې هم دا وخت ګڼې ښځینه قیدیانې دي. د نارینه قیدیانو حالت خراب دی خو د ښځو هغه د نارینه پرتله لس چنده زیات خراب دی.”

د پاکستان بشري حقونو کمیشن مشر مهدي حسن بیا وايي چې د پاکستان په جیلونو کې ګڼې ښځې داسې دي چې مقدمې یې نه فیصله کېږي او له ناوړه چلند سره مخامخ دي.

ده وویل ، “ په جیلونو کې له ښځو سره سم سلوک نه کېږي. نه ورسره د افسرانو رویه ښه وي او نه د نورو قیدیانو. د وزیراعظم لخوا د جیلونو په اړه په کمیټۍ کې باید غیر سرکاري کسان شامل وي. باید په کمیټۍ کې وکیلان هم شامل کړل شي ځکه چې هغوی جیلونو ته ورځي او د قیدیانو له حالاتو خبر وي. “

خو په خیبر پښتونخوا کې د جیلونو د چارو یو سیکرټري تاج محمد بیا دا ردوي او وايي چې په بندي خانو کې ښځو او نارینه دواړو ته سم سهولیات ورکړل شوي دي.

جسټس پراجیکټ پاکستان ادارې د بشري حقونو وزارت د یو راپور په حواله بیا ویلي چې دا مهال د خیبر پښتونخوا په جیلونو کې ۱۳۹ ښځې تر مقدمو لاندې دي او باید مقدمې یې ژر تر ژره فیصله شي.

XS
SM
MD
LG