د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ۱۷۵۳ ډاکټران او روغتيا پالان کورونا وايرس وهلي


کوټه کې ډاکټران د کورونا قرنطینه کې د خپل نوبت تر پیلولو مخکې دعا کوي.
کوټه کې ډاکټران د کورونا قرنطینه کې د خپل نوبت تر پیلولو مخکې دعا کوي.

په پاکستان کې که يو خوا لسګونه زرګونه کسان د کوويډ – ۱۹ په نوم په نوي کورونا وايرس اخته شوي نو بلخوا دا وايرس يو شمېر ډاکټران او روغتياپالان هم اغېزمن کړي دي.

د پاکستان د روغتياپالانو د اتحاديې يو مشر ډاکټر مصطفا وردګ وايي چې په پاکستان کې د مې تر ۲۹مې ۱۷۵۳ ډاکټران او روغتياپالان په کورونا وايرس اخته شوي چې ۱۷ ورڅخه مړه شوي هم دي.

نوموړی زياتوي چې په لومړي سر کې خو دوی حفاظتي سامان الات نه درلودل چې له کبله يې زيات شمېر روغتياپالان په کورونا وايرس اخته شول خو اوس هم له ناروغانو سره د پرلپسې تماس له کبله دا وايرس دوی ته خپرېږي او دوی چاره نه ورڅخه لري.

"موږ ته هر ډول ناروغان راځي. که چا لاس يا پښه ماته وي، کله څوک اپنډکس ناروغي لري او کله چا ټکر کړی وي نو موږ مجبوره يو چې سمدستي د هغوی درملنه وکړو. که چېرې موږ د هغوی ټېسټ د کورونا وايرس لېبارټري ته ولېږو نو هغه دوې درې ورځې وروسته راځي نو موږ هغه ته انتظار نشو کولای چې د ناروغ ژوند په خطر کې وي."

اخوا د خېبر پښتونخوا د ځوانو ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر رضوان کونډي وايي چې د کورونا وايرس ناروغانو لپاره په جوړو شويو ځانګړيو وارډونو کې دوی خپلې حفاظتي جامې اغوندي خو په عامو وارډونو کې چې کله دوی ناروغان ګوري نو هلته دوی د وايرس له خطر سره مخامخ شي.

"دلته يوشمېر داسې ناروغان شته چې کورونا ټېسټ يې مثبت راغلی وي خو موږ ته حال نه وايي. بلخوا زموږ په روغتونونو کې د وايرس کچ ډېر لوړ وي نو د خپرېدو امکان يې هم زيات وي."

د خېبر پښتونخوا د ډاکټرانو د صوبايي اتحايې يو مشر ډاکټر ياسر خان بيا وايي چې اوس هم حفاظتي سامان الات دومره پرمختللي او کافي نه دي خو د هغه په وينا د وايرس خپرېدو لوی لامل د هغو ناروغانو کتل دي چې دوی يې پر ورځني بنياد درملنه کوي.

"موږ د شوګر، بلډ پرېشر او داسې نور ناروغان ګورو. کله دوی ته پايپ ور اچوو يا کله کېنولا ورلګوو نو له دوی سره هر وخت په رابطه کې يو."

زياتره وخت ليدل شوي چې په کورونا وايرس د اخته عامو ناروغانو پرتله په ډاکټرانو يا روغتياپالانو کې د دې شدت زيات وي.

په کوټه کې د فاطمه جناح چېسټ او جنرل هسپتال د سينې او نري رنځ ناروغيو د څانګې مشر ډاکټر شيرين خان وايي چې ډاکټران له يوشمېر کورونا ناروغانو سره په پلپسې تماس کې وي نو پر دوی د وايرس لوډ يا کچ زيات وي.

"د بېلګې په توګه که په يو عام ناروغ کې د وايرس شمېر ۵۰ وي نو له ناروغانو سره په کارکوونکي ډاکټر کې د دې شمېر ۸۰ يا ۱۰۰ وي. په دې اړه تحقيق روان دی چې ښايي د وايرس زيات شمېر پر ناروغ زيات اغېز ولري."

په پاکستان کې د مې تر ۲۹مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر تر ۶۴۰۰۰ اوښتې ده.

د پاکستان د روغتيا چارواکو په وينا د پاکستان په سيند صوبه کې په ۲۵۳۰۹، په پنحاب کې ۲۲۹۶۴، په خيبر پښتونخوا کې ۸۸۴۲، په بلوچستان کې ۳۹۲۸، په اسلام اباد کې ۲۱۰۰، په ګلګت بلتستان کې ۶۵۸ او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې په ۲۲۷ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

په پاکستان کې له دې وايرسه ۱۳۳۴ کسان مړه شوي خو تر ۲۲۳۰۰ زيات بېرته رغېدلي هم دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر ۵۹ لکه زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې څه باندې درې لکه ۶۲ زره ورڅخه مړه شوي او شاوخوا ۲۶ لکه بېرته رغېدلي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG