د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د چین په اړه یوه خبري غونډه کوي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې پر ۲۹مه د چین په اړه یوه خبري غونډه کوي.

نوموړي د مې پر ۲۸مه وویل، په دغه خبري غونډه کې به هغه د چین د هغې پرېکړې په غبرګون یو اعلان کوي چې د هانګ کانګ لپاره یې د قانون سازۍ منظوري ورکړې ده.

که څه هم ټرمپ دغې قانون سازۍ ته د سخت ځواب ویلو ژمنه کړې خو د خپلو پلانونو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي. او داسې اندېښنې هم شته چې چین به دا اقدام د هانګ کانګ د نیمه خپلواکۍ ختمولو لپاره وکاروي.

د امریکا ولسمشر د هغو اقتصادي امتیازاتو ختمولو اختیار لري چې هانګ کانګ ته یې ورکوي، خو دا نه ده معلومه چې هغه به دا کار وکړي او که نه؟

په نورو ممکنه اقداماتو کې چې د امریکا ولسمشر یې کولای شي، هدفي بندیزونه، نوي چونګۍ (غم یا محصول) او پر چینايي کمپنیو لا نور بندیزونه پکې شامل دي.

د مې پر ۲۸مه د چین نېشنل پیپلز کانګرس د هانګ کانګ په اړه د قانون سازۍ بل منظور کړ.

نوي قانون سازي په هانک کانګ کې د مظاهره کونکیو د ځپلو لپاره کارول کېدای شي.

د چین وزیراعظم لي ـ کیق ـ یانګ وايي، دا قانون سازي به د هانګ کانګ استحکام او هوساینه زیاته کړي.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG